د پاکستان امنیتي چارواکی وایي چی د امریکا د توغونديو په حمله کي د پاکستان په قبایلي سرحدي سیمه کي څلور مشکوک جنګیالي وژل شوي دي.
چارواکو وویل چی درې راکټونه د شمالي وزیرستان د ( دته خیلو ) په کلي کي په هغه موټر باندي وار شول چی جنګیالي پکی سپاره وو.
امریکا په دې میاشت کی د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کي په طالبانو او د القاعدې په مربوطو یاغیانو باندي د شلو توغوندیو حملې کړی دي.
پاکستاني چارواکي په عامه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د توغوندیو دا حملې غندي او وایي چی هغه د پاکستان د خاوري په تمامیت باندی تیری دی. امریکایي چارواکي په دغو حملو باندي چی پاکستان وایي د بې پیلوټه الوتکو له خوا کیږي څه تبصرې نه کوي.