د لاس رسي وړ اتصالات

دوه تنه پاکستاني پولیس د یاغیانو په حملې کې وژل شویدي


دوه تنه پاکستاني پولیس د یاغیانو په حملې کې وژل شویدي
دوه تنه پاکستاني پولیس د یاغیانو په حملې کې وژل شویدي

پولیس وایي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو دوه صاحب منصبان نن، هغه وخت ووژل شول چې تروریستانو د هغوي د ګزمی په موټر باندی حمله وکړه.

دا پیښه هنګو ته نژدی وشوه. د هنګو په ښار کی دفرقه یی تشدد پیښې زیاتې کیږی. په دی پیښه کی د پولیسو څو کسه صاحب منصبان زخمی شوي هم دي.

د فرانسې خبري اژانس، د پولیسود یومامور له قوله وایي ددی ډزو په ارتباط څو مشکوک کسان نیول شویدی. دغه اژانس زیاتوی چه د پاکستاني طالبانو نطاق ویلی دی چه دا حمله دوی کړیده.

د تشدد په یو بله پیښه کی یاغیانو په قبایلی علاقی شمالی وزیرستان کی څلور سړي د جاسوسۍ په تور وژلي دي.

همدا شان وسله والو سړیو، د پاکستان په جنوب ختیځ کی، په پنځو ټانکرونو باندی چې په افغانستان کی یی د ناټو قواوو ته تیل رسول، حمله کړیده.

دا پیښه د افغانستان سره سرحد ته نژدی ، د بلوچستان په ایالت کی شویده.

د تیلو د ټانکرونو، هیڅ یو موټروان په دی پیښه کې زخمي شوی ندی.

بل پلو د کراچۍ په ښار کې نن د پولیسو دوه ستشنونو ته نږدې چاودنی شویدی او ودانیو ته یې زیان رسولی دی. د اسوشیټد خبری اژانس وایي دوه پولیسان نن په دی چاودنو کی زخمی شول.

XS
SM
MD
LG