د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان امنېتی قواو د باجوړ په سېمه کې 11 افراطېان وژلی دی


د پاکستان امنېتی قواو د باجوړ په سېمه کې 11 افراطېان وژلی دی

د پاکستان امنېتی قواو د باجوړ په سېمه کې 11 افراطېان وژلی دی

دپاکستان حکومت پرهغه خونړي برېد باندی اعتراض وکړ چې له افغانستان څخه ور اووښتو ېاغېانو د شمال ختېځې قباېلی علاقې په ېوه کلی کی کړېدی.

د پاکستان خارجه وزارت دافغانستان شارژدافېر مجنون ګلاب د جمعی په ورځ ورغوښتی و چې د پنجشنبې دورځې په پېښه باندی له اندېښنی نه ډک اعتراض وکړي. د پنجشنبی په ورځ باندی د باجوړ په ېوه کلی کی دافرآطېانو له خوانه سخته حمله شوی وه.

دېوه رپوټ له مخی وېل شوېدی چې په سوونو افرآطېان له افغانستان څخه دغی سېمی ته ور واوښتل اوپه باجوړ کې ېې پره کلی باندی برېد وکړ. په دغه برېد کې هغوی پنځه تنه ملکېان او دوې ښځې وژلی دی.

آمنېتی چارواکی وايی امنېتی قواوتردې وروسته د تالاشی عملېات په دغو سېموکې پېل کړل او په دې ترڅ کې ېې له ېاغېانو سره دباجوړ او مهمندو په سېمه کې نښتی وکړلی. په دغو نښتو کې 11 تنه ېاغېان او ېوقېابلی سړی وژل شوېدی.

رپوټ وايی چی د پاکستان امنېتی قواود باجوړ په سېمه کې دطالبانو اوالقاعده خلاف څو څو ځلې عملېات کړېدی.

ېوبل رپوټ وايی چی د بلوچستان د چمن په علاقه کې د اکمالات لارد خلکو له خوانه دلنډی وقفې لپاره بنده شوی وه. دغه کار ددغی سېمی قېابلې خلکو پرهغه پېښه داعتراض په توګه کړی وچې وايی افغان عسکر پرهغوی ډزې وکړلی او 8 تنه ېې زخمی کړل.

XS
SM
MD
LG