د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په کراچي کې پوځ ته پر وسله والو باندي د ډزو امر کړی


پاکستان په کراچي کې پوځ ته پر وسله والو باندي د ډزو امر کړی
پاکستان په کراچي کې پوځ ته پر وسله والو باندي د ډزو امر کړی

پاکستان دکراچي بندري ښار ته زرتنه نور عسکر لېږلي دي او دا حکم ېې ورکړېدیْ چې هغه کسان چې له وسلې سره په نظر ورشی او په برېدونو کې لتاړي سمدلاسه پرې ډزې وکړي.

پاکستان دکراچي بندري ښار ته زرتنه نور عسکر لېږلي دي او دا حکم ېې ورکړېدیْ چې هغه کسان چې له وسلې سره په نظر ورشی او په برېدونو کې لتاړي سمدلاسه پرې ډزې وکړي. پاکستان دا امر وروسته له هغه نه صادر کړ چې په کراچي ښار کې له درو ورځو قومي نښتو نه وروسته 85 کسان دمرگ ژوبلې په ترڅ کې ووژل شول.

دکورنېو چارووزېر رحمن ملک د جمعې په ورځ ووېل چې په لسها و مشکو ک کسان ددغو قصدي وژنو په اړه نېول شویدي. په کراچۍ کې دامرگونه ددوشنبې دورځې راهېسې پېل شوېدي. په دې لړ کې لږ تر لږه 34 کسان د پنجشنبی په ورځ هغه وخت ووژل شول چې ټوپک والاو په سروېس موټرونو باندې ډزې پېل کړلې.

رپوټ وايي د کراچي په بندري ښار کې د جمعې په ورځ هم دوکانونه بند وو ، ځکه چې ددغه ښار قوي ګوند متحده قومي تحرېک غږ کړېدیْ چې ېوه ورځ به ماتم وکړي او مظاهری او مارشونه به وکړي.

پولېس وايي چې دا وژنې او مرگ ژوبلې په سند کې ددوو ګوندونو اېم کېو اېم او نېشنل عوامي گوند ېا ((ANP)) ترمنځ په نښتو کې شويدي. د MQM ګوند زېاتره د اردو ژبو نماېندگي کوی اوتر تېرې مېاشتی پورې د واکمن گوند سره په حکومت کې شرېک و. د ANP ېا نېشنل عوامي گوند په سند کې زېاتره د پښتنو نماېندگي کوي.

رپوټ وايی چې دواړې ډلې د پېپلز گوند په شمول چې د پاکستان واکمن گوند دی په ښار کې له وسله والو ډلو سره تړاو لري.

دپاکستان د بشري حقوقو کمېسېون وايي لږتر لږه 490 کسان، په کراچۍ ښارکې ، د سږکال ترنېمايي پورې ددغو قصدي وژنو قرباني شوېدی. دکراچۍ په ښار کې چې د پاکستان اقتصادي مرکز گڼل کېږی، تقرېبا 18 ملېونه کسان اوسېږي. په دغه ښار کې زېاتره د شېعه او سني ترمنځ نښتی وي او د افراطېانو له خوانه هم برېدونه کېږي.

پاکستاني پولیس وایي چي په تیرو درو ورځو کي د کراچي په ښار کي په سیاسي او قومي نښتو کي لږترلږه 85 کسان وژل شوي دي.

په وروستۍ حمله کی چي وسله والو کسانو د پنجشنبې په ورځ په بس موټرونو باندي وکړه، ٢٢ تنه ووژل سول.

پولیس ددغو حملو ملامتي د سیند په ولایت کي په مخالفو ډلو ـ متحده قومي تحریک او عوامي نېشنل پارټۍ باندي ور اچوي.

د متحده قومي تحریک مشر ( رضا هارون ) پرون گواښ وکړ چي د کراچي په ټول ښار کي به احتجاجي مظاهرې را وبولي او ویې ویل چي د ولایتي پارلمان غړي به نن د جمعې په ورځ راغونډ شي او په حکومت باندي به اعتراضونه وکړي چي ولي دا شخړي او جگړې نه ختموي. هغه وویل چي متحده قومي تحریک ځکه ددې حملو هدف و چي هغه د حاکم ائتلاف نه وتلی دی.

XS
SM
MD
LG