د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ کې د مړو شمیر۹۳ ته ورسید


کراچۍ کې د مړو شمیر۹۳ ته ورسید
کراچۍ کې د مړو شمیر۹۳ ته ورسید

د پاکستان په لوي ښار کراچي کي په شخړو او جګړو کي د وژل شوو کسانو شمیر ٩٣ تنو ته رسیدلی دی. حکومت هلي ځلي کوي چي ددغو سیاسي او قومی شخړو مخه ونیسي.

د پولیسو چارواکو نن د شنبې په ورځ وویل چي دوی ددې ښار په بیلو بیلو سیمو کي ددغو شخړو په اړه څه دپاسه ١٥٠ کسه نیولي دي. په دې شخړو کی په لسګونو کسان زخمي شوي هم دي.

چارواکو د پاکستان امنیتي قواو ته امر کړی چي هر هغه څوک ووژنی چي په کراچی کي په دغو شخړو او بې نظمیو کي لاس لري.

تقریبا یو زرتنه اضافي پولیس او ملیشه عسکر پرون د جمعې په ورځ دغه ښار ته واستول شول او هغوی ته هم دا امر ورکړه شو چي هر هغه وسله وال سړی ووژني چی په دې شخړو کي برخه ولري.

د تیري دوشنبې را هیسي ځیني کسان چي مخکي لا په نښه شوي وو، وژل شوي دي. یوازي د پنجشنبې په ورځ کله چي وسله والو کسانو په څو بس موټرو باندی ډزي وکړې، ٣۴ تنه یې ووژل.

پولیس وایي چی دا شخړي د سیند په ولایت کي ددوو سیاسي ګوندونو ـ متحده قومی تحریک او عوامي نېشنل پارټۍ تر منځ د اختلافاتو یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG