د لاس رسي وړ اتصالات

په پېښور کې یوې ښځي ځانمرګی برید کړی


په پېښور کې یوې ښځي ځانمرګی برید کړی
په پېښور کې یوې ښځي ځانمرګی برید کړی

د پاکستان ماموران وایي چې پیښور کې یوې ښځې د پولیسو په یوه پوسته ځان مرګی برید کړیدی او هلته ېې یو بله ښځه او څو کسان نور وژلي دي

دولتي مامورین وایي چې ځان مرگې برید کونکي ښځې په ځان پورې تړلي بمونه د الوزولو نه مخکي د پولیسو په پوسته لاسي بم وار کړ او بیا یی ځان والوزو. ددغه ځای سره نږدې څو شیبې وړاندې د سړک د غاړې یو بم هم والوتی او هغه کې څلور پولیسان وژل شوی و. په دې چاودنه کې مکتب ته روان یو ماشوم هم وژل شوی دی

په لومړۍ چاودنې کې ١۴ کسان ژوبل شوي هم دي. دا چاودنه د سړک په غاړه ولاړې یوې لاسي ریړۍ کې د ایښودل شوی ریموټ کنټرول په وسیله شویده. د پیښور د لاهوری گیټ سیمې سره د پولیسو یو موټر په نښه شویدې . په دویمه چاودنه کې دری کسان ژوبل شویدي

پولیس اوس دا پلټنې کوي چې ایا وژل شوې دویمه ښځه هم ځان مرگه وه که نه یوه لاروۍ وه. تر اوسه یوې ډلې هم د دې چاودنو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په پاکستان کې د ښځینه ځان مرگو د حملو مثالونه ډیر کم موندل کیږي

د پیښور ښار په دې نېږدې څو کلنو کې ډیرې داسې پیښې لیدلي دي او سبب ې دا دی چې افغانستان سره نیږدی دی او د ځان مرگو او نورو چاودنو دپاره یو اسانه هدف دی.

XS
SM
MD
LG