د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په برید کې تلفات ۴۵ تنو ته رسیدلي


د پاکستان په برید کې تلفات ۴۵ تنو ته رسیدلي
د پاکستان په برید کې تلفات ۴۵ تنو ته رسیدلي

د پاکستان د ځان مرگي برېد له امله ځاني تلفات 45 کسانو ته رسېدلي دي. دغه ځانمرگه برېد، د پنجشنبې په ورځ په ېوه جنازه کې وشو او د طالبانو ضد ېوه قبېله چې په کوز دېرکې پرته ده په نښه شوې وه.

خلک دغې جنازې ته د لمانځه لپاره دکوز دېر په قبېلوي سېمه کې راټول شوی وو چې دا چاودنه وشوه. تقرېبا 70کسان د زخمونو له امله روغتون ته وړل شوېدی.

تراوسه پورې هېچا ددغه برېد مسوولېت په غاړه ندی اخېستی . خو د پاکستان طالبانو دهغوقبېلو خلاف عملېات زېات کړېدي چې د حکومت طرفداري کوي. دتېرې سه شنبې په ورځ طالبانو د ښوونځي په ېوه سروېس موټر ډزې وکړې دسروېس موټر وان او څلورماشومان ېې ووژل. طالبانو ددغه برېد مسوولېت په غاړه واخېست او وېوېل چې داماشومان دهغې ځايي قبېلې دي چې له طالبانو سره جگړه کوي.

نور تفصېل :

له بل پلوه ، امریکایي چارواکي وایي چي د سي آي اې د بې پیلوټه الوتکي په حمله کي په پاکستان کي د القاعدې د عملیاتو مشر وژل سوی دی.

دغو چارواکېو چي نومونه یې ذکر نه کړل د پنجشنبې په ورځ خبري آژانسونو ته وویل چي ( ابوالحفص الشهري ) ددې هفتې په سر کي وژل سوی دی، مگر هغوي په دې اړه نور تفصیلات ورنه کړل.

د پاکستان امنیتي چارواکو وویل چي د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په حمله کي د یکشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کي لږترلږه درې کسه ووژل سول. دا لا نه ده معلومه چي الشهري په دې حمله کي وژل سوی دی که په بله حمله کي.

امریکایي چارواکي وایي چي د القاعدې دغه مشر په پاکستان کي دننه د حملو د پاره د پاکستاني طالبانو سره له نېژدې کار کاوه.

د یوه بل خبر له مخې د پاکستان صدراعظم ېوسف رضا گېلانی هغه سفر فسخ کړ چې بله اونۍ ېې امرېکا ته ددې لپاره کاوه چې په نېوېارک کې، دملگرو ملتونو په عمومي شورا کې گډون وکړي. هغه ووېل ددې په ځای به هغه په پاکستان کې د سېلاب ځپلو لپاره د خېرېه مرستو دکارونو په منظمولو کې مرسته وکړي.

ېوسف رضا گېلانی د جمعی په ورځ ووېل دده خارجه وزېره روبېنه کهر به دده پر ځای، په نېوېارک کې دملگرو ملتونوپه عمومي غونډه کې گډون وکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په پاکستان کي د روانو بارانونو او سیلاونو له کبله چي څه د پاسه ٢٣٠ کسه په کي مړه شوي او ٣٠٠ سوه زره نور بې کوره شوی دي، اندیښنه څرگنده کړه.

ښاغلي بان پرون د سه شنبې په ورځ په یوه بیانیه کي وویل چي دی په خاص ډول د سیند په ولایت کي د حالاتو له کبله اندیښمن دی. په دې ولایت کي خلک خوراکي موادو، سرپناو ، د چیښلو پاکو اوبو او طبي خدماتو ته عاجل ضرورت لري. د پاکستان پرمشرانو تېرکال ډېر انتقادونه له دې امله شوی وو چې د سېلاب قربانېان ېې له نظره وغورځول. دسند اېالت دتېرکال په سېلاب کې هم ډېر ځپل شوی و. تېرکال په سنده کې د سېلاب له امله 1700 کسان وژل شوی وو.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي د دغه بحران په مقابل کي د پاکستان د اجرااتو ستاینه وکړه او وعده یې وکړه چي ملگري ملتونه به د پاکستان د حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي ترڅو هغو پنځه ملیون خلکو ته چي دغو سیلاونو ځپلي دي ورسول شي.

دملگرو ملتونو د ېونېسف دماشومانو اداره وايي چې په پاکستان کې 2.5 ملېونه ماشومان په جنوبي پاکستان کې د سخت سېلاب له امله اغېزمن شوېدي. په دې ترڅ کې ملگرو ملتونو 200 زره لېتره اوبه تقرېبا 40 زرو کسانو ته هره ورځ وېشي. پردی سر بېره به 40 نور ټانکرونه د اوبود وېشلو لپاره استخدام شي.

داسوشېتېد پرېس خبري اژانس وايی چې د حېدراباد سېمه په سږني سېلاب کې ډېره سخته ځپل شوېده. او تر 4.2 ملېونو نه زېاته ځمکه ېې سېلاب ځپلی ده

XS
SM
MD
LG