د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیس کې د فرقه ئي نښتو په اړه تقرېبا 70 کسان نېولی دی


د پاکستان پولیس کې د فرقه ئي نښتو په اړه تقرېبا 70 کسان نېولی دی

د پاکستان پولیس کې د فرقه ئي نښتو په اړه تقرېبا 70 کسان نېولی دی

پولېسو په پاکستان کې د تازه فرقه ئي نښتو په اړه چی د بلوچستان په صوبه کې پېښی شوی، تقرېبا 70 کسان نېولی دی. چارواکی وايی چې داکسان، د چارشنبی په ورځ دوخته د ېولړ چپاوی برېدونو په لړ کې، دکوېټی په شاوخو ا کې ونېول شول. د شېعه اقلېت خلک په همدی سېمه کې په دې نېژدی وخت کې له برېدونو سره مخ شوی وو.

رپوټ وايی وسله والو کسانو د پاکستان په جنوب لویدیځ کي په یوه بس موټر باندي چي شیعه مسلمانان په کي سپاره وو، ډزي وکړي او لږتر لږه ١٣ کسان یې په کي ووژل.

پولیس وایي څلورو کسانو چي په موټر سایکلونو سپاره وو، پرون د سه شنبې په ورځ یې د کوټي د ښار په اطرافو کي په دغه بس موټر باندي پټه حمله وکړه. دغو وسله والو کسانو د بس سپرلۍ په ېوه لیکه ودرولې او په ډزو یې شروع ورباندي وکړه.

چارواکي وایي چي په دې ډزو کي ١٢ کسه چي د هزاره اقلیت غړي وو ووژل سول، برسیره په دې یو سني هم وژل سوی او شپږ کسه زخمي شوي دي.

په دې اړه چي دا حمله چا کړې هیچا څه نه دي ویلي.

ددې پېښي نه وروسته شیعه گانو د هغه روغتون مخي ته آحتجاجي مظاهره وکړه چي زخمیان یې ورته راوړي وو اوهغه بس موټر ته یې اور واچاوه چي زخمیان یې کښته کړي وو. مظاهره چیانو دغه راز د پاکستان د حکومت نه وغوښتل چي د مذهبي او قومي اقلیتونو ساتنه او حفاظت وکړي.

XS
SM
MD
LG