د لاس رسي وړ اتصالات

د ډرون په برید کې څلور یاغیان وژل شوي


د ډرون په برید کې څلور یاغیان وژل شوي
د ډرون په برید کې څلور یاغیان وژل شوي

پاکستاني استخباراتي چارواکي وايي چې ددغه هیواد په شمال لویدیځه برخه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور یاغیان وژل شوي دي. دا په تیرو دوو ورځو کې دریم برید دی چې په سیمه کې کېږي.

چارواکي وايي چې بې پیلوټه الوتکې نن د جمعې په ورځ یو موټر چې د شمالي وزیرستان د میرانشاه په سیمه کې د تلو په حال کې و په نښه کړ.

یو ورځ مخکي په عین سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په بل برید کې د حقاني شبکې یو لوړ پوړی غړی ووژل شو. په واشنګټن کې امریکايي چارواکو دغه کس جان باز ځدران وباله چې د جمیل په نامه هم مشهوره دی. چارواکي وايي چې جمیل د حقاني شبکې تر ټولو غټ غړی و چې تر اوسه پوري د جګړې په دګر کې وژل شوي دي.

پاکستان چارواکو هم ویلی دي چې جمیل د سراج الدین حقاني یو نږدې ملګری و.

د حقاني شبکه چې په افغانستان کې یې ګن شمیر حملې کړي دي ویل کېږي چې د شمالي وزیرستان په سیمه کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG