د لاس رسي وړ اتصالات

د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه طالبان وژل شوي


د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه طالبان وژل شوي

د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه طالبان وژل شوي

د پاکستان د استخباراتو ماموران واېې چې د امرېکا د ېوې بې پېلوټه الوتکې په برېد کې چې د جنوبي وزېرستان په قباېلي سېمه کې ېې وکړه پنځه تنه طالبان وژل شوي دي. وېل کېږي چې دغه خلک په سېمه کې دطالبانو دېوه مهم قوماندان مولوي نذېر کسان ؤ. پاکستاني چارواکو ووېل چې دوه کسان په دغه هواېې حمله کې زخمېان شوي هم دي.

د پاکستان داستخباراتو مامورانو ووېل چې بې پېلوټه الوتکې د جنوبي وزېرستان د اعظم ورسک په ښارگوټي کې حمله وکړه.په وژل شوو کسانو کې دطالبانو ېو غټ قوماندان هم شامل ؤ.

پاکستاني چاوراکي واېې چې مولوي نذېر چې په سېمه کې دطالبانو ېو پېاوړی قوماندان گڼل کېږي، وسله وال سړي ېې اکثراْ افغانستان ته وراوړي او د امرېکا تر مشرۍ لاندې داېتلاف په ځواکونو باندې حملې کوي.

دپاکستان استخباراتو ووېل چې د مولوي نذېر کشر ورور هم په دغه برېد کې ووژل شو. نننۍ هواېې حمله په داسې حال کې وشوه چې دامرېکا دبهرنېو چارو وزېرې، تېره اونۍ پاکستان ته دخپل سفر په لړ کې، پاکستان ته خبرداری ورکړې ؤ چې په قباېلي سېمو کې دي سمدستي د طالبانو او القاعدې پرخلاف عملېات وکړي که نه نو امرېکاېې ځواکونه به په ېو اړخیزه توګه دهغوي پر خلاف اقدام وکړي. امرېکاېې چارواکي دپاکستان په استخباراتو باندې تور لگوي چې ISI دحقاني د شبکې سره اړېکي لري او په افغانستان کې د ناټو او امرېکا په هدفونو باندې په حملو کې ورسره مرسته کوي.

وېل کېږي چې مولوي نذېر د پاکستان د حکومت سره هېڅ ډول اختلافات نه لري او هر کله چې دپاکستان پوځ په قبایلي سېمو کې دطالبانو پر خلاف عملېات کوي نو د هغه سره پټې موافقې لای لېک کوي.

سږکال د جون په مېاشتې کې د بې پېلوټه امرېکاېې الوتکې په ېوه بله هواېې حمله کې 15 تنه طالبان چې گومان کېده د مولوي نذېرملگري وو، په همدغه سېمه کې ووژل شول او کله چې سږکال امرېکاېي کوماندوگانو د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه نو مولوي نزېر گواښ وکړ چې په پاکستاني او امرېکاېې ځواکونو باندې به انتقالي حملې وکړي.

نن دپاکستان داستخباراتو ېوه مامور ووېل چې په جنوبي وزېرستان کې دسړک پر غاړه دبم په چاودنه کې دوه تنه پاکستاني عسکر وژل شوي دي

دامرېکا حکومت په رسمي ډول په قباېلي سېمو کې د طالبانو او القاعدې پر ضد د بې پېلوټه الوتکو په حملو باندې اعتراف نه کوي، خو پاکستاني چارواکي ددغو حملو له امله اکثرا اعتراضونه کوي او واېې چې دغه عمل د پاکستان په خاوره باندې تېرې دی.

بل پلو د پېښور په ېوه مارکېټ کې ېو بم وچاوده، چې لږ تر لږه 7 کسان ېې زخمېان کړل او د شاوخوا دوکانونو ته ېې زېان ورساوه. پاکستاني ماموران واېې چې بم دتېلو په ېوه قوطۍ اېښوول شوی و. تراوسه پوري چا ددغې چاودنې مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی، خومعمولا طالبان په دغه شان چاودنو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG