د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د هغه پاکستاني ډاکتر په اړه اندېښنه لرو چې د بن لادن په قضیه کې نیول شوی


امریکا: د هغه پاکستاني ډاکتر په اړه اندېښنه لرو چې د بن لادن په قضیه کې نیول شوی

امریکا: د هغه پاکستاني ډاکتر په اړه اندېښنه لرو چې د بن لادن په قضیه کې نیول شوی

د امریکا ددفاع وزیر ( لیون پنېټه ) وایي چي دی د هغه پاکستاني ډاکټر په اړه اندیښنه لري چي د امریکا سره یې دالقاعدې د مشر اسامه بن لادن په پیدا کولو کي مرسته وکړه.

پنېټه د سي بي ایس تلویزیون ته وویل چي شکیل افریدي مهم استخبارات ورته برابر کړي وو چي د امریکا د سمندري قواو د ( سیلز ) په نامه عسکرو سره یې « ډیره مرسته » وکړه چي د تیر کال د مې په میاشت کي په اېبټ آباد کی د بن لادن په هستوگنځي باندي کامیابه حمله وکړي. د پېنټه مرکه به سبا د یکشنبې په ورځ خپره شي.

پاکستان ( افریدی ) د ملي خیانت په تور نیولی دی. دغه ډاکټر چي د امریکا د استخباراتو د پاره یې کار کاوه د واکسین کولو یو پروگرام هم چلاوه او د ( ډي این اې ) په راغونډولو سره یې د بن لادن موجودیت معلوم کړی و چي په اېبټ آباد کي په کوم کور کي اوسیده.

پېنټه وایي چي د پاکستان له خوا د هغه چا نیول چي د تروریزم د خطرونو د له منځه وړلو سره یې مرسته کړې « په حقیقت کي یوه اشتباه ده.»

د امریکا ددفاع وزیر وویل چي دی په دې باور دی چي د پاکستان په مقاماتو کي یو څوک په دې خبر و چي بن لادن چیرته پټ دی. هغه وویل چي داسي استخباراتي رپوټونه موجود وو چي ښودل یې د پاکستان د اردو هلیکوپتري د بن لادن د کور د پاسه چي په سیمه کي تر ټولو لویه ودانۍ وه او ددیوالونو جگوالی یې پنځه نیم متره و، پروازونه کوي

پېنټه دا هم وایي چي دی په دې کي د هیڅ ډول سختو شواهدو سره نه دی مخامخ چي د پاکستان حکومت ته دي د بن لادن د اوسیدو ځای نه و معلوم، مگر دده

« شخصي نظر دادی چي « یوڅوک به په کوم ځای کي په دې پوهیده چي هغه چیرته دی.»

XS
SM
MD
LG