د لاس رسي وړ اتصالات

د پیښور په چاودنې کې لږ تر لږه دولس تنه وژل شوي دي.


د پیښور په چاودنې کې لږ تر لږه دولس تنه وژل شوي دي.

د پیښور په چاودنې کې لږ تر لږه دولس تنه وژل شوي دي.

په پښتونخوا کي د موټرپه یوه اډه کي چاودنه شوي او دولس تنه یې وژلي دي. د پیښور په کوهاټ اډه کي په درنه چاودنه کي دیرش تنه ټپیان شوي. دغه چاونې گڼ شمیر موټرو ته سخت زیان اړولی دی.

د کوهاټ اډه د طالبانو د قوي مرکز، وزیرستان او نورو جنوبي سیمو او پیښور ترمنځ د بسونو تم ځای دی او دالقاعده سره تړولو افراْطېانو مورچل گڼل کېږی.

د پیښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی اخیستی. په عین حال کي پاکستاني جټ الوتکو د اورکزو په قبایلي سیمه کي د یاغیانو مرکزونه بمبار کړي او پنځلس تنه یې وژلي دي.

په یوه بل خبر کې، دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره هېلری کلنټن په لندن کې په ېوه مجلس کې دپاکستان د بهرنېو چارو له وزېرې حنا ربانی کهر ملاقات وکړ او وې وېل چې امرېکا د پاکستان پارلېمان ته بشپړ درناوی لری او د پارلېمان ضرورت ته چې له امرېکا سره پراړېکو باندی غوراو کتنه وکړی. خو په دې ترڅ کې هېلری کلنټن د مشترک کار د بېا پېل کېدو پرضرورت هم ټېنگار وکړ.

دپاکستان او امرېکا اړېکی د پاکستان په سرحد کې دعسکرو په وژلو ډېرې خرابی شولی او په همدی سبب ېې دناټو اکمالاتی لاره بنده کړله.

XS
SM
MD
LG