د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د طالبانو نه غوښتي چې د افغان حکومت سره خبري وکړي


پاکستان د طالبانو نه غوښتي چې د افغان حکومت سره خبري وکړي

پاکستان د طالبانو نه غوښتي چې د افغان حکومت سره خبري وکړي

پا کستان د افغانستان طالبان دې ته هڅوي چې له افغان حکومت سره دسولې په مذاکراتو کې چې مقصد ېې ددې لس کلن جنگ پای ته رسول دي، برخه واخلي. لومړي وزیر ېوسف رضا گیلانی د جمعې په ورځ د طالبانو مشراو نورو افغان یاغي ډلو نه چې په هغو کې حزب اسلامي هم شامل دی غوښتنه وکړه چې د افغانانو ترمنځ دسولې په خبرو کې د ملي پخلاېنی او سولې لپاره برخه واخلي.

ددې اونۍ په سر کې ولسمشر کرزي د افغان طالبانو مشران له خپل حکومت سره مستقیمو خبرو ته ور وبلل. هغه وویل چې د پا کستان ملاتړ به د سولی د بهېر په کامېابۍ کې پرېکنده نقش ولري.

رپوټونه وايی چې د طآلبانو مشرانو دامریکا له چارواکو سره لومړنۍ خبرې، د خلېج په یوه هېواد قطر کې پیل کړېدي، خو دغې ډلې له دینه انکار کړیدی چې له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي.

افغان چارواکو غوښتنه کړیده چې د طالبانو له معتبرومشرانو سره خبري وکړی، ځکه هغوي په دې باوردي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دېره دي. اسلام اباد له طالبانو سره نژدی تارېخي اړېکی لری، خو له دېنه انکار کوي چې دافغان ېاغیانو دغه ډله په پاکستان کې دېره ده.

د یوه جلا خبر له مخې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې چارواکي وايي چې ځانمرگو د پولیسو پریوه مرکز باندې په پېښورکې برېد کړېدی او لږتر لږه څلور پولیسان ېې وژلي دي.

چارواکي وايې چې درې برید کوونکي چې ټو پک او لاسی بمونه ورسره وو د جمعې په ورځ ېې د پولېسو پریوه تاڼې باندې د پیښور په ښار کې برید وکړ. برید کوونکو اول پر تاڼه ډزې وکړلې او کله چې ورننوتل نو بیا خپل بمونه وچول. په دغه بریدکې 6 تنه پولیسان زخمي شول.

چارواکی وايی افراطیانو له دې امله پر دغه تاڼې برېد کړی و چې ډیره لویه ده او له بل پلوه په سوونو نوي پولیسان پکې روزل کېږي.

XS
SM
MD
LG