د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: یاغیانو د شمالي وزیرستان په سیمه کې څلور پاکستاني عسکر وژلي


د پاکستان چارواکي وایې چې یاغیانو د شمالي وزېرستان په نیمه خودمختاره قبایلي علاقه کې پرېوه نظآمي کاوران ناڅاپي برید کړیدی او لږ تر لږه څلور پاکستاني عسکریې وژلي دي. چارواکي وايی چې د پاکستان ځواکونو متقابل برید کړېدی او اته تنه جگړه ماران ېې وژلي دي.

له بل پلوه القاعده دا خبره تصدیق کړیده چې دامریکا د بې پېلوټه الوتکو په برید کې د دوي ېو قوماندان په پاکستان کې تیره مېاشت وژل شویدی.

رپو ټ وايې چې دا کار د امریکا داستخباراتو د ادارې په مبارزه کې یوه غټه کامېابي بلل شویده. د بې پیلوټه اولوتکو برېدونو د امریکا اوپاکستان ترمنځ اړیکی د له زیات جنجال سره مخ کړيدي.

دغه قوماندان بدر منصور نومیده اود افغانستان د سرحد په اوږدو کې وژل شویدی. رپوټ وايي داسی فکر کېږي چې دې سړي په ډیرو ځان مرگو بریدو کې چې ډیر پا کستاني ملکیان پکښې وژل شوي دي لاس درلود.

XS
SM
MD
LG