د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد کې د ناټو د تیلو کاروان سوزول شوی


د پاکستان دپایتخت اسلام اباد نه بېرون ټوپکوالاو د لاریو په یوه ډیپو باندې برید وکړ او د تیلو د ټانکرونو یوه کاروان ته یې اور واچوه چې په افغانستان کی یې د ناټو د عسکرو لپاره تیل انتقالول.

پاکستانی مامورانو وویل چې د اسلام اباد نه لس کیلومتره لرې تقریبا لسو او یا پنځلسو ټوپکوالاو د سه شنبې په ورځ په ډیپو باندې حمله وکړه. لومړی یې ډزې وکړې او بیا یې پنځوسو ټانکرونو او لاریو ته اور واچوه.

حمله کوونکي په وړو موټرو کی او په موټر ساېکلونو باندی وتښتېدل. پاکستانی ماموران وایې چې په دغه پیښه کې تقریبا اوه کسان مړه شوي دي.

د لاریو یو موټروان چې د حملی په وخت په خپله لارئ کې پټ شوی ؤ وايې، ټوپکوالاو سورې نعرې وهلې چې ټول موټروانان ووژنئ چې څوک درنه ژوندی پاتې نه شي.

که څه هم چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په هغو لاریو او ټانکرونو باندې حملې کوي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د عسکرو لپاره تیل او نور اکمالات وړي خو دا لومړی وار ؤ چې اسلام ته دومره نژدې حمله وشوه.

له بل پلوه د سه شنبې په ورځ د اورکزو په قبایلي سیمه کې د طالبانو او پاکستاني قواو تر منځ په سختو نښتو کې تقریبا شپږ پاکستاني عسکر او څلویښت طالبان ووژل شول.

محلی مقامات وايي پرونئ نښتې وروسته د هغې شروع شوې چې طالبانو د پاکستان د پوځ په یوه پوسته باندی حمله وکړه.

خو څرنگه چې ژورنالستان د جنگ د ځای نه د راپور ورکولو اجازه نه لري نو له همدې کبله په ازاد ډول ددغو تلفاتو تصدیق کول مشکل دي.

ددی تازه نښتو په باب راپورونه وروسته د هغې ورکول کیږي چې پاکستاني قواو یوه هفته مخکې اعلان کړی ؤ چې په کامیابئ سره یې د طالبانو په خلاف د اورکزو په ایجنسئ کې عملیات سر ته رسولي دي.

XS
SM
MD
LG