د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا چارواکي وایي، د شیعه گانو یوې مُذهبی جلسې ته نژدې د بم په چاودنه کې پنځه کسه وژل شویدي.

دغه چارواکي وايي نن په دې چاودنه کې چې دیرې اسمعیل خان کې وشوه، نږدې 70 کسه زخمي شوي هم دي. پرون هم دلته د شیعه گانو په جلوس حمله شوې وه، د دوه ماشومانو په شمول 7 کسه په کښي وژل شوي وو.

پولیس وايي ننۍ پیښه په یو دوکان کې د بم د چاودنې له کبله شویده. تر اوسه پوري هیچا نه دي ویلي چې دا چاودنه یې کړې ده.

د بم دغه چاودنې د محرم د میاشتې په خاطر چې مسلمانان یې نمانځنه کوي، شویدي. سوني افراطي مسلمانانو مخکي هم د محرم په میاشتې کی په شیعه گانو حملې کړي وې.

چارواکو په غونډ پاکستان کې امنیت ټینگ کړی دی چې د محرم په میاشتې کی په شیعه گانو باندې د حملو مخه ونیسي. پاکستان په موقتی ډول په لویو ښارونو کې د موبایل تیلیفونو مخابرې بندې کړي دي ځکه چې د همدې تیلفونو په وسیله له لیري بم چوونې کیږي.
XS
SM
MD
LG