د لاس رسي وړ اتصالات

د شهباز بټي جنازه په اسلام آباد کې ونیول شوه.


د شهباز بټي جنازه په اسلام آباد کې ونیول شوه.
د شهباز بټي جنازه په اسلام آباد کې ونیول شوه.

د پاکستان د اقلېتونو د چارو د وژل شوي ېوه عېسوي وزېر، شهباز بټي جنازه نن په اسلام اباد کې ونیول شوه. دپاکستان صدراعظم ېوسف رضا گېلاني ېې په جنازه کې گډون وکړ.

شهباز بټی د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وسله والو سړو ووېشته. ټاکل شوې ده چې نوموړی به په پنجاب کې په خپل کلي، خوشپور کې خاورو ته ور وسپارل شي.

دالقاعدې او طالبانو ېوې طرفدارې تندروې ډلې ېې د وژلو مسوولېت په غاړه اخېستلی ؤ او واېې هغه ېې ځکه ووېشته چې داسلام د دېن دسپکاوي پر خلاف په ېوه قانون کې ېې دبدلون راوستل غوښتل.

نن دپاکستان پولېسو په اسلام اباد او خوشپور کې کلک امنېت نېولی، ځکه چې دپاکستاني مذهبی اقلېتونو پېروان او دمدنی ټولنوغړي د دغې وژنې پر خلاف سړکونو ته راووتل او مظاهرې ېې وکړې.

دپاکستان په پارلمان کې دمذهبی اقلېتونو استازو هم دپاکستان په حکومت غږ وکړ چې دشهباز بټي قاتلان باېد هرومرو دعدالت منگولو ته ور وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG