د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د طالبانو پیشنهاد ته هرکلی وايي چې غواړي خبري وکړي


د پاکستان په شمال لویدیځ کي چارواکي وایي چي دوي د پاکستاني طالبانو د هغه پیشنهاد هرکلی کوي چي غواړي د حکومت سره خبرو ته کښیني.

په یوه ویډیو کي چي د خبري منابعو لپاره خپره شوې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسعود ویلي دي چي دده ډله دې ته تیاره ده چي د پاکستان د حکومت سره خبري وکړي، په دې شرط چي پاکستان خپل اساسي قانون د اسلامي اصولو په رڼا کي له سره ولیکي؛ له امریکا سره اړیکي وشلوي. او د افغانستان په جگړې کې لاس وهنه بنده کړي او خپله پاملرنه هند ته واړوي.

مسعود داهم ویلي دي چي د طالبانو څخه دا غوښتنه چي له خبرو نه مخکي ځانونه بې وسلې کړي، مازی یوه ټوکه او د منلو وړ نه ده.

دا څلویښت دقیقه یې ویدیو په داسي وخت کې خپره شوې چي په همدې میاشت کي په پیښور کي د طالبانو له لوري په لوړه کچه درې خونړي بریدونه وشول. یو په هوايي ډګر د څو ځان مرگو بریدکوونکو گډه حمله وه، بل د یو جگپوړي سیاسي مشر په گډون د اته تنو وژنه وه او وروستۍ یې اوړمه ورځ وه چې دوه ویشت سرحدي عسکر و تښتول شول.

دغه ویدیویي پیغام چې د جمعې په ورځ د رویترز خبري اژانس ته سپارل شوی و، د پاکستان د طالبانو د تحریک مشر ویلي دي د دوي وسله وال دیته لیوال دي چې د حکومت سره خبرې وکړي خو وسله نه تسلیموي.

د خیبر پښتونخواه صوبې د اطلاعاتو وزیر ( میان افتخار حسین ) پرون د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چي حکومت له طالبانو نه دا نه دي غوښتي چي د هر راز خبرو څخه مخکي دي وسلې پر ځمکه کښیږدي.

حسین وویل چي « موږ د وسلو د تسلیمولو په هکله خبري نه دي کړي. هغه څه چي موږ ویلي دي هغه دا دي چي حملې او تشدد باید رد شي چي همدا د خبرو لپاره مهم دي. موږ په خپل دود دستور ښه پوهیږو او هغه دا چي د وسلو تسلیمول گران کار دی، خو د مرگ ژوبلې ردول له دود دستور سره سم کار دي،،.

له بلې خوا د پاکستان د امنیتي چارو مامورین وایي چي د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستۍ حمله کې چې د جمعې په ورځ یې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کي وکړه، څلور مشکوک یاغیان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG