د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو ویلي دي چي د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کي چي هدف یې د طالبانو مخالفي ملیشې وې، اووه تنه ملیشې وژل شوي دي.

چارواکو وویل چي دا چاودنه د پنجشنبې په ورځ د ( اورکزو ) په قبایلي سیمه کي وشوه او په دوهمه چاودنه کي بیا ٢٣ کسه چي د اولي چاودني قربانیان او زخمیان یې ژغورل، زخمي شوي دي.

له بلي خوا د پنجشنبې په ورځ د ( بنو ) په ښار کي شپږو تنو ځانمرگو بم چونکو د پولیسو په یوه سټیشن باندي حمله وکړه. د پولیسو یوه نطاق وویل چي د بمونو په چاودنو کي خپله درې تنه ځانمرگي وژل شوي دي او نور یې د پولیسو په ډزو کي ووژل شول. په دې پېښه کي د پولیسو یو صاحب منصب زخمي شوی دی.

او د ( تال ) په ولسوالي کي یوه ځانمرګه په خپله حمله کي د امنیتي چارو څلور صاحب منصبان او یو لاروی وواژه.

طالبانو ویلي دي چي دا حملې دوي کړي دي او هدف یې دا و چي د هغو طالبانو غچ واخلي چي د پاکستان د امنیتي قواو له خوا وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG