د لاس رسي وړ اتصالات

په پېښور کې د بم چاودنې ۸ کسه وژلي دي


Archive
Archive
په پاکستان کې د یوه بم په چاودنه کې اته کسه وژل شوي دي. دغه بم په سرویس موټر کې اېښودل شوی و. د اسوشیټیډپریس خبري اژانس لیکي چې پېښه د خیبر پښتونخوا صوبې په پیښور ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د پولېسو یو چارواکي فضل واحد خان وویل چې د بم په چاودنه کې اته کسه ووژل شول او 7 تنه ټپیان شول.هغه وویل چې دغه سرویس موټر له پېښور ښارنه یوه بل نېږدې ښارګوټي ته روان و.

رپوټ وايي تراوسه پوري هیچا د دې حملې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اسوشیټیدپریس لیکي چی پېښور د پاکستان دخیبر پښتونخوا نا کراره صوبې ستر مرکزی ښار دی او له افغانستان سره نېږدې سرحدی پوله لري.

په دغه صوبه کې د پاکستان حکومت څو څو ځلي د پاکستان د طآلبانو او نور افراطي ډلو خلاف تهاجمي عملیات کړيدي.
XS
SM
MD
LG