د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې هم مشرف نظر بند کړ


د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې ددغه هېواد پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو د وژنې په تور د اپریل تر ۳۰ مې نېټي پوري په خپل کور کې نظر بند کړی دی.

د راولپینډۍ دغه محکمې نن د جمعې په ورځ د پخواني نظامي مشر پرویز مشرف د بند حکم صادر کړ. محکمې ته د راتګ په موده، د هغه سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

پر مشرف باندي دا تور دی چې په دې کې ناکامه شوی وو چې پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو ته کافي امنیتي تدابیر ونیسي چې د هغې د وژل کیدو مخنیوی وکړي. ښاغلي مشرف د هغې په وژنه کې د هر ډول دخالت ادعا رد کړې ده. د هغې د وژنې په قضیه کې تر اوسه پوري هیڅوک نه محکوم شوي او نه هم زندان ته لېږل شوي دي.


مشرف دمخه لا په خپل کور کې د ۲۰۰۷ کال د قضیې په تړاو چې د هېواد لوړ پوړي قاضیان یې د خپلو دندو څخه ګوښه کړي وو، نظر بند دی.

مخکي له دینه چې تیره میاشت پاکستان ته د انتخاباتو لپاره ورستون شي، مشرف څلور کاله د هیواد دباندي په تبعید کې تیر کړل. ددغه هیواد محکمو هغه په انتخاباتو کې د دریدو لپاره واجد شرایط و نه ګڼلی.
XS
SM
MD
LG