د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د کاندیدانو پر دفترونو بمي چاودنې شوي


د پاکستان په شمال لویدیځ کې دوې بمي چاودنې شوي دي چې په کښي لږ تر لږه ۸ کسه وژل شوي دي. دغه چاودنې ددغه هیواد د مې د ۱۱ مې نېټې د عمومي ټولټاکنو څخه مخکي شوي دي.

پولیس وايي چې د یکشنبې په ورځ د سید نور اکبر د کمپاین پر دفتر چې د کوهاټ ښار په اطرافو کې موقعیت لري بمي برید وشو، لږ تر لږه ۵ کسه په کښي ووژل شول. اکبر د تولټاکنو دپاره د یوه مستقل نوماند په توګه ځان کاندید کړی وو.


وروسته بله چاودنه د پېښور په ښار کې د نصیر خان افریدي پر دفتر باندي وشوه چې هغه هم یوه مستقل کاندید وو. په دویمې چاودنه کې لږ تر لږه ۳ کسه ووژل شول.

تر اوسه پوري هیچا د دغو بریدونو پړه په غاړه نه ده اخیستې خو پاکستاني طالبانو د دې نه مخکي د څو سیاسي ګوندونو دفترونه په نښه کړي دي. دغه ګوندونو ته د سکیولر ګوندونو په سترګه کتل کېږي او ویل کېږي چې د اسلامي جګړه مارانو پرضد یې د پوځ د عملیاتو ملاتړ کړی دی.



د مې پر ۱۱ مه نېټې باندي په پاکستان کې پارلماني ټولټاکنې کېږي چې دا به لومړی ځل وي چې په دغه هېواد کې یو ملکي حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي او نوې ملکي ادارې ته واک ورسپاري.
XS
SM
MD
LG