د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بلوچستان صوبې امنیتی چارواکي وايې چې د پنچشنبې په ورځ په کوټه کې د امنیتي ځواکونو په موټر باندي د بم چاودنه شوې چې پکښې لږ تر لږه 13 کسان وژل شوي دي.

په وژل شوو کسانو کې یو ملکي کس شامل دی او نور ټول د پاکستانی پولیسو د مخصوصې قوې غړي وو. په نننۍ چاودنه کی ېو ګن شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.

پولیسو وویل چې په پېښه کې تقریبا سل کیلوگرامه بم د ریموټ کنټرول په وسیله د یوه لیري ځای نه وچول شو.

د تیرو څو کلونو راهیسې په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې بلوڅ ملتپاله د پاکستان پر خلاف راپاڅېدلي دي. د دې نه مخکي د چهارشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې طالبانو د افغانستان د پولې سره څیرمه د پوځ پر یوې امنېتی پوستې باندي برید وکړ او څلور تنه عسکر یې ووژل. پاکستاني مامورانو ادعا کړې چې عسکرو یې په ځوابي ډزو کی ١٢ تنه حمله کوونکي وژلي دي.
XS
SM
MD
LG