د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په نارامې قبایلي سیمه کې د یوه بم په چاودنه کې دوه سرتیري وژل شوي دي. بلي خوا ته ددغه هېواد په جنوب کې وسله والو د پولیسو دوه افسران وژلي دي.

چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې د دوو بمونو د چاودنو له کبله دوه سرتیري ووژل شول او لږ تر لږه دوه تنه نور ټپیان شول.

په عین حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې ددغه هیواد په جنوب کې د کراچي ښار په بندر کې څلور تنو وسله والو چې پر موټر سایکلونو باندي سپاره وو د پولیسو پر یوه موټر باندي یې ډزې وکړې او دوه د پولیسو افسران یې ووژل.


تراوسه پوري چا د دې بریدونو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG