د لاس رسي وړ اتصالات

په پېښور کې پریوه جګپوړي قوماندان برید شوی دی


د پاکستان په پېښور ښار کې وسله والو د پولیسو د یوه جکپوړي قوماندان پر موټر باندې برید کړی دی هغه یې ټپي کړی او د هغه ساتونکی او ډریور یې وژلي دي.

چارواکي وايي چې وسله والو د سرحدي احتیاطي پولیسو پر قوماندان ګل ولي خان باندې د پنجشنبې په ورځ په پېښور ښار کې هغه مهال برید وکړ کله چې نوموړی د دفتر پر لوري روان و.

د خان روغتیايي وضیعت وخیم ګنل شوی دی. تراوسه پورې چا ددې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پېښور د نیمه خودمختاره قبایلي سیمو چیري چې ویل کېږي د طالبانو او القاعده ترهګرو اصلي مرکزونه پراته دي، په سرحد کې موقعیت لري.
XS
SM
MD
LG