د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور په چاودنه کې ۱۹ کسه وژل شوي


د پاکستان په پېښور ښار کې د بم د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۹ کسه وژل شوي دي او ۴۲ کسه ټپیان شوي دي. چارواکي وايي چې پېښې د جمعې په ورځ رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه پوري چا د دې پېښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په سیمه کې یاغیان معمولا حکومتي ځایونه، قواووې او مامورین په نښه کوي.

په یادشوي بس موټر کې چې چاودنه شوې پاکستاني حکومتي مامورین سپاره وو او د کار څخه چارصدې ته خپلو کورونه ته تلل.

په دې وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د روغتون چارواکي وایي چې په ټپي شويو کسانو کې د ځینو وضعیت ډیر جدي دی.

د صوبایي حکومت د بمونو د خنثی کولو د ادارې مشر شفقت ملک وایي چې لومړي تحقیقیات ښيي چې په دې برید کې د تعبیه شویو بمونو نه کار اخیستل شوی دی چې په بس کې ځای پر ځای شوي وو.

د دغه برید شک پر پاکستاني طالبانو باندي کېږي. د پاکستان د تحریک طالبان ډلې په تیرو کې هم په سلګونو خونړي بریدونه کړي دي چې پکې په زرګونو پاکستانیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ شا وخوا د یوې لسیزې نه را په دېخوا د افغانستان سره د ګډې پولي سره نژدې د طالبانو په خلاف پوځي عملیات ترسره کوي. خو د پاکستان د پوځ دا عملیات د ترهګرو په ختمولو کې ناکامه شوي دي.

د پاکستان نوي منتخب لومړي وزیر نوازشریف د دې مسلې د سوله ایز حل لپاره د طالبانو سره د خبرو اترو هوډ کړی دی خو د دې ورستیو خونړیو بریدونو نه ورسته په پاکستان کې دننه او دباندې د نوازشریف او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په وړاندیز نیوکي شوي دي.
XS
SM
MD
LG