د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګه یو پاکستانی منصبدار وواژه


ځانمرګه یو پاکستانی منصبدار وواژه

ځانمرګه یو پاکستانی منصبدار وواژه

د پاکستان چارواکي وايي چې ېوه ځان مرگه برېد کوونکي د پولېسو د ېوه منصبدار پر موټر برېد وکړ. په دغه برېد کې منصبدار او دهغه موټروان ووژل شول.

چارواکي وايی پرهغوي باندې دا برېد د جمعې په ورځ د رسالپور په ښارگوټي کې چې د پاکستان په شمال لوېدېځه برخه کې پروت دی وشو. پولېس وايي چې وژل شوي منصبدار اختر شاه افراطېان بندي کړي وو. رپوټ د چارواکو له قوله لېکي چې په دغه چاودنه کې څلور تنه زخمی شوي هم دي.

دپاکستان په ېوه بل خبر کې وېل شوېدي چې په دغه هېواد کې ېوه توغندۍ چې په خپله په پاکستان کې جوړ شوېده ، او داټومي وسلې دانتقال قابلېت لري ازموېل شوېدی.

چارواکي وايي چې د حطف کروز توغندۍ 700 کېلومتره مزل وهلی شي. حطف بابر دا وړتیا هم لري چې هم اټومی وسله او هم عنعنوي وسله انتقال کړي. په دغه ازموېنه کې د پاکستان د لوېو درستېزانو دکومېټی رئېس خالد شمېم هم حآضر وو. په عېن حآ ل کې د پاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداری او صدراعظم ېوسف رضا گېلانی دخپل هېواد سانېسپوهانو ته ددغی کامېابی مبارکی وېلی ده.

هند او پاکستان په منظمه توگه د توغندېو ازموېنې کوي په دې کې زېاتره د ېوبل سره د احتمالي مقابلی په منظور کېږي. رپوټ وايی چې هند اوپاکستان تراوسه پورې، د خپل ا ستقلال د وخت راهېسی چې په 1947 م کال کې ېې ترلاسه کړی و، درې ځلی جگړی کړېدی.

XS
SM
MD
LG