د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: پوځ په مومندو کې ۲۵ یاغیان وژلي


پاکستان: پوځ په مومندو کې ۲۵ یاغیان وژلي
پاکستان: پوځ په مومندو کې ۲۵ یاغیان وژلي

پاکستاني ماموران واېې چې امنیتې ځواکونو ېې دافغانستان د سرحد په اوږدو کې د مومندو په قباېلی اېجنسۍ کې د طالبانو سره د ېوه سخت جنگ په ترڅ کې لږ تر لږه ٢٥ تنه یاغیان وژلي دي. دپوځ جنگي هلېکوپترو دپاکستاني عسکرو ملاتړ کاوه.

پاکستاني چارواکو ووېل چې دطالبانو پر خلاف عملېات ېې پرون دپنجشنبې په ورځ سرته ورسول .

په داسي حال کې چې امرېکا غواړي خپل عسکر سږکال د جولای په میاشت کې دافغانستان نه په تدرېجي ډول وباسي، د پاکستان دپوځ نه ېې غوښتنه کړې چې په قباېلی سېمو کې دي هغه طالب جنگېالي و ځپي چې افغانستان ته را اوړي او دامرېکا په مشرۍ په نړېوالو اېتلافي ځواکونو باندې حملې کوي.

د بلي خوا په پېښور کې دبم په ېوه چاودنه کې دپولېسو ېو افسر زخمي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دوو ورځو کې دا دوهمه حمله ده چې په پولېسو باندې کېږي. په نننۍ حمله کې ٨ کسان زخمېان شوي ديچې دپولېسو د افسر دوه تنه ماشومان هم په کې شامل دي.

پرون په کوټه کې دپولېسو دېوه قوماندان په کور باندې ځان وژونکې حمله شوی وه،چې ېو تن پولېس ېې وواژه.

XS
SM
MD
LG