د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر په لویه لاره د ناټو پر کاروان بیا برید شوی


د خیبر په لویه لاره د ناټو پر کاروان بیا برید شوی
د خیبر په لویه لاره د ناټو پر کاروان بیا برید شوی

پاکستاني مقامات واېې چې ټوپکوالاو نن د جمعی په ورځ دخېبر او تورخم په لوېه لاره باندې دناټو د اکمالاتو په ېوه کاروان باندې برېد وکړ او دوه کسان ېې ووژل.

پاکستاني مامورانو ووېل چې نا پېژندل شویو حمله کوونکو لومړۍ د ېوې لارۍ موټروان او کلنېر ووېشتل او بېا ېې لارۍ ته اور واچوه.

دپاکستان د ډان نېوز خبري اژانس دراپور په اساس دحملې نه وروسته دلارېو موټروانانو اعتصاب وکړ او خپل کار ېې معطل کړ.

د خېبر دره په افغانستان کی دناتو د قواو داکمالاتو ېو مهمه لاره ده مگر په دغه لاره باندې په څو تېرو هفتو کې طالبانو دناټو دقواو په اکملاتو باندې څو وارې حملی کړي دي .

کله چې دناټو هلېکوپترو دپاکستاني په ېوه پوځي پوسته باندې تېره مېاشت برېد وکړ او دوه تنه عسکر ېې ووژل نو د پاکستان حکومت ېې په ځواب کې دغه لاره وتړله، چې د تړلو سره ېې سم د طالبانو حملې هم دناټو پر کاروانونو باندې زېاتې شوې.

په عېن وخت کې دپاکستان داستخباراتو ماموران واېې چې نن په شمالي وزېرستان کی دېوې بی پېلوټه امرېکاېې الوتکې په برېد کې چې د مچي خېلو په کلي کې ېې پر ېوه موټر باندې وکړ، درې تنه طالبان ووژل شول. گومان کېږي چې په سېمه کې طالبان او ېو شمېر نور وسله وال سړي پراته وو.

XS
SM
MD
LG