د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې بیا حمله کړې


په شمالي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې بیا حمله کړې

په شمالي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې بیا حمله کړې

نن دشمالي وزېرستان دغلام خان په ښارگوټي کې دامرېکې د ېوې بی پېلوټه الوتکې په برېد کې کم ترکمه پنځه کسان دطالبانو په گومان وژل شوي دي.

دپاکستان داستخباراتو مامورانو ووېل چې حمله د غلام خان دبازار سره نژدې د موټرو پر ېوه قطار باندې شوی ده چې گومان کېده طالبان په کې سپاره ؤ.

په دغه سېمه باندې اکثرا امرېکایې الوتکې هواېې برېدونه کوي.

له بلی خوا نن پاکستاني پولېس وویل چې دخېبر پښتونخوا د لکی مروت په سېمه کې دبم په ېوه چاودنه کې ېو سړی مړ او ېو تن بل زخمی شوی دی.

پولېسو ووېل چی بم د لکی مروت دپولېسو دعمومي قوماندانۍ سره نژدې وچاودیده ،خو په دې اړه لا نور تفصېلات نه دي رارسېدلي.

XS
SM
MD
LG