د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب بریتانوی کارمند په کوټه کې وژل شوی


د سره صلیب د هغه بریتانیوي کارمند مړی موندل شوی دی چې د جنورۍ د میاشتې راهیسي یرغمل نیول شوی و. پولیس وايي چې د هغه د مړي سره یو یاداښت موندل شوی چې وايي نوموړی یې ځکه ووژی چې د یرغمل نیونکو غوښتنې نه وې پرځای شوي. دوي د وژل شوي کس د آزادولو په بدل کې پیسې غوښتلې.

۶۰ کلن خلیل راشید دېل د پاکستان په جنوب لویدیځ سیمه کوټه کې د روغتیا د برخې د یوه پروګرام مشري کوله. هغه د وسله والو کسانو له خوا خپل د کار ځای ته څیرمه سړک نه وتښتول شو.

د سره صلیب سازمان مشر یوویس ډاکوورډ دغه عمل په سختو الفاظو باندي وغندی. ډاکټران وايي چې د ډېل مرۍ غوڅه شوې ده.

په سیمه کې یاغیان او مجرمې ډلې تل بډایه پاکستانیان تښتوي خو د بهرنیوو تښتونه ندرتاْ واقع کېږي. د بریتانیې د باندنیو چارو وزیر ویلیم هاګ هم د ډیل وژل په کلکه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG