د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد یوه جګپوړي امریکايي ډیپلومات ته د بې پیلوټه الوتکو شکایت کړی


د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې یو لوړ پوړی امریکایي د یپلوماټ ددې لپاره خارجه وزارت ته ور غوښتی دی چې په قبایلي علاقو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر خلاف ورته احتجاج وکړي.

په تيره يوه اونۍ کې د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان په قبايلي علاقو کې چيري چې گومان کيږي طالبان او د القاعدې غړي پراته دي، د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې ١٦ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان خارجه وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل چې امريکايي ديپلوماټ يي خبر کړ چې دغه ډول هوايي حملې د نړيوال قانون له مخي غير قانوني دي او د پاکستان پر خاوره باندی تيری دی.
دپاکستان خارجه وزارت وويل چې د امريکايي الوتکو حملې د وياند په وينا نوري د منلو وړ نه دي.

پاکستان ډير مخکي هم ددغه حملو پر خلاف احتجاجونه کړي و خو آمريکايي ماموران يې خبره نه مني او وايي چې د القاعدې د ځپلو په خاطر خورا ډير مهمې دي.

له بلي خوا پاکستاني مامورانو وويل چې پرون د خيبر پښتونخوا د هنگو په ښارگوټي کې وسله والو سړو په يوي گزمې حمله وکړه او درې تنه پوليسان يي وويشتل. پاکستاني طالبانو ددغې حملی مسووليت منلی دی.
XS
SM
MD
LG