د لاس رسي وړ اتصالات

راحیل شریف: په افغانستان کې سوله زمونږ په گټه ده


د پاکستان د پوځ لویی درستیز جنرال راحیل شریف وایي چې په افغانستان کې امنیت او ثبات په خپله د پاکستان په گټه دی. هغه پرون د سه شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان د گډ سرحد د خوندیتوب په اهمیت ټینگار وکړ.

راحیل شریف د پاکستان د دفاع د ورځي د لمانځنی په مناسبت په پنډۍ کې د پوځیانو، سیاستمدارانو او لوړپوړو چارواکو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې مونږه په ښه نیت د افغانستان د سولې لپاره خپل رول لوبوو.

هغه زیاته کړه چې ځیني کسان د خپلو شخصي گټو لپاره د پاکستان د هغه کوششونو په وړاندي خنډونه اچوي چې غواړي په افغانستان کې سوله ټینگه شي.

راحیل شریف زیاته کړه " زه داسی کړیو ته ویل غواړم چې افغانستان زمونږ گاونډي او اسلامي ورور ملک دی. د پاکستان سوله د افغانستان په سوله او ثبات پورې اړه لري."

د پاکستان چارواکي په هندوستان او په افغانستان کې په استخباراتي کړیو کې په ځینو کسانو باندي د هند سره د ملگرتیا تور لگوي، دوي وایی چې دغه کسان نه غواړي چې پاکستان د افغانستان سره ښه اړیکي ولري او په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان کوششونه کامیابه شی.

له بلې خوا افغانستان د پاکستان دغه ډول تورونه ردوي او د پاکستان په استخباراتي ادارو باندي تور لگوي چې د طالبانو او د حقاني شبکې سره کومک کوي او په پاکستان کې ورته پناه ځایونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG