د لاس رسي وړ اتصالات

له شمالي وزیرستان څخه ٥٧٥٠٠٠ خلک بې ځایه شوي دي


پاکستاني مقاماتو ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې گڼ شمیر بهرني ترهگر وژل شوي دي او د هغوی په وینا لس عسکر هم په جگړو کې له مینځه تللي دي.

د رپوټونو له مخې تازه عملیات په میران شاه او علي سیمو کې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا غږ ډیوه رادیو د بنو د کمیشنر سید محسن علی له خولې وایي تر اوسه ٥٧٥٠٠٠ کسان راجستر شوي چې د شمالي وزیرستان څخه د پاکستان نورو سیمو ته کډه شوي دي.

ددغه چارواکي په وینا څه دپاسه ٢٨٠٠٠ بې ځایه شویو کورنیو سره مالي مرستې شوی دي.

همداشان د بنو د سیمې یو چارواکي مالک ایاز د ډیوه رادیو ته ویلي چې د شمالي وزیرستان بې ځایه شویو خلکو له ځانه سره د بنو سیمې ته پنځوس زره څاروي او اویا زره پسونه او اوزې هم راوستی دي.

نوموړی زیاتوي چې بې ځایه شویو خلکو یو لک او پنځوس زره چرگان هم بنو ته انتقال کړي دي.

دا په داسې حال کې چې د شمالي وزیرستان په لسگونو زره کسان د افغانستان د خوست او پکتیکا ولایتونو ته هم کډه شوي دي.

د ملگرو ملتونو د پروني بیان له مخې شاو خوا ٧٧ زره کسان افغانستان ته راغلي دي چې د هغوی د ثبتولو او ورسره د مرستو کولو پروسه روانه ده.

د یو بل رپوټ له مخې د بشري حقونو د ساتنې نړيوالې ادارې هيومن رائټس واچ ويلي دي چې د پاکستان حکومت بايد د ترهه گرۍ د مخنيوي هاغه قانون بيرته واخلي چې د وگړو آزادي او بنيادي حقونو ته گواښ پیښوي.

د پاکستان د ساتنې د ٢٠١۴ کال د یو قانون له مخې هر مجرم کیدای شي پرته د کومې دوسیې له درج کولو څخه تر دوو مياشتو پورې د امنيتي ځواکونو په توقیف کې وساتل شي او د قانون نافذونکو ادارو له پنځلسمې درجې پورته منصبدار اجازه لري چې یو شکمن شخص په گولۍ وولي.

هيومن رائټس واچ ويلي دي چې دغه نوى قانون د بیان د آزادۍ، شخصي ژوند او د بنيادي حقونو څخه سرغړونه کوي.

بلخوا د شمالي وزیرستان ځېنې ځایي مشرانو د حکومت او د وسله والې ډلې د یو مشر حافظ گل بهادر ترمنځ د سولې د معاهدې د بیا پرځای کولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي. د امریکا د ډیوه رادیو د خبریال د رپوټ له مخې د اتمانزو قبیلې مشر شیر محمد دا خبره تصدیق کړې ده.

XS
SM
MD
LG