د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پاکستان کې د ښځې سنگسارول غندلي


د متحده ایالاتو حکومت دپاکستان په شمال لویدیز کی د طالبانو له خوا د یوی ښځی سنگسارول غندلی دي.

په یو ویدویی فلم کی چه په انټرنیټ باندی راښکاره شوی دی، ښودل کیږی چه د خلکو یوه ډله لگیاد ه یوه میرمنه بار بار په تیږو او ډبرو باندې ولي، تر څو چې مړه شي او په ځمکه باندې راولویږي.

ویل کیږی چه دا ویدویی فلم د اورکزو دقبایلی سیمی نه په پټه توگه یو سړي را وړی دی او د دوبئ د العان تلویزونی شبکی ته یی ورکړی دی. دا هم ویل کیږی نوموړی میرمن یوه نامحرم سړي سره د لیدلو له امله سنگسار شوه.

تر اوسه پوری په درست ډول ددغه فلم داصلیت او واقعیت معلومول ممکن نه دي او معلومه نه ده چه کله فلم جوړ شوی دی، خو دامریکا دخارجه چارو د وزارت نطاق پی جی کرولی پرون یوه بیانیه خپره کړه او ویی ویل چې دا ډول بی رحمانه حمله د انسانی شرافت هر ډول نورمونه تر پښو لاند ی کوی .

د امریکا دخارجه وزارت نطاق وویل چې سنگسارول د هغه په وینا د انسانی ژوند په مقابل کی د تندروانو د بزدلانه بی تفاوتئ یو بوگنوونکی مثال دی.

XS
SM
MD
LG