د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ فعالې د سخت دریځو له مخالفت سره مخ دي


د پاکستان ښځۍ د ۲۰۱۵ کال د نومبر په پنځویشتمه په لاهور کې د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي د منځه وړلو نړیواله ورځ لمناځي
د پاکستان ښځۍ د ۲۰۱۵ کال د نومبر په پنځویشتمه په لاهور کې د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي د منځه وړلو نړیواله ورځ لمناځي

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالین وايي پولیس ډیر ځله هغه قضیې نه ثبتوي چې د ښځو پر خلاف بریدونه په کې شامل وي.

د سدرې کاموال پرمخ هغه وخت تیزاب وپاشل شول چې د یوه سړي له خوا ورته د واده کولو وړاندیز وشو، خو هغې رد کړ.

هغې وویل"مونږ د بسونو په تم ځای کې انتظار کاوه. یو سړی راغی او ماته یې د واده پیشنهاد وکړ. ما ورته وویل چې زه واده نه کوم، زه کار کوم او خپل ماشوم لویوم. کله چې ما انکار وکړ او بس ته ختلم، هغه پر ما تیزاب وشیندل."

پر هغې بریدکوونکی په بند کې دی، خو د بشري حقونو د کمیسیون د راپور له مخې، تیرکال په پاکستان کې د تیزابو د شیندلو د ۵۵ پيښو له جملې، یوازې اولس کسان نیول شوي دي.

د ښځو د حقونو پلویو ډلو تیره میاشت هغه وخت یو بل ګزار وخوړ چې د پاکستان پارلمان هغه قوانین چې په کوچنیوالي کې په واده کولو بندیز لګوي، منظور نه کړ.

پارلمان اسلامي نظریاتي کونسل یا د اسلامي آیډیولوژۍ شوری اوامرو ته تسلیم شو چې له ښي اړخو دیني مشرانو نه جوړه یوه مشورتي ډله ده او کوم حقوقي صلاحیت نه لري.

د سند سویلي ایالت چې کراچۍ یې پلازمینه ده د ښځو د خوندیتوب او په کوچنیوالي کې په ودونو د بندیز قانون تصویب کړ.

ددې ایالت د شوری غړې مهتاب اکبر راشدي وویل "د اسلامي آیډیالوژۍ د شورا وړاندیزونه په اساسي ډول د ښځو پر خلاف دي. هغوی هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو زده کړه اړینه ده، په داسې حال کې چې اسلام داسې وايي. "

که څه هم ښځې د دوی پرضد د تاوتریخوالي پیښې په ډیرو ځایونو کې له پولیسو سره نشي ثبتولی خو په ځینو سیمو کې د دوی لپاره د امن خونې موجودې دي.

په کراچۍ کې د امن په یوه کور کې شاوخوا ۴۰ ښځې اوسیږي چې د کورني تاوتریخوالي او جنسي تیریو له امله هلته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG