د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر زرداري پارلمان ته خپل اجرات څرګند کړل


د پاکستان په سیاسي ستونزو کې راگیر ولسمشر پارلمان ته خپل اجراات څرگند کړل او په پارلمان کې ېې په دې باندی د بحث لپاره زمېنه مساعده کړله چې دامریکا او پاکستان پراړیکو باندی چې ډېرې ترینگلی شوېدی غور وسي. ولسمشر زرداری د پارلمان گډې غونډې ته نن د شنبې په ورځ وینا وکړله هغه د ملت استازو ته وویل دهیواد حالت له تیرېوکال نه اوس ښه دی. هغه وویل نړۍ دا ویني چې د ډیموکراسۍ مارش مخ په وړاندی روان دی.

ښاغلی زرداري له یولړ تورونو سره مخ دی هغه دا چي دی او مرحومې میرمنې یې بېنظیر بهوټو په غیرقانونی توگه په ملیونو ډالره د 1990 په لسیزه کې د سوېېس بانک ته انتقال کړي دي.

په پارلمان کې مخالفینو په لوړ اواز هیاهو جوړه کړی وه حتی مخکي له دینه چې دهغه وینا پوره خلاصه شي.

ښاغلي زرداری د دې شور او غوغا سره هم خپله وینا جاري وساتله او وعده ېې وکړله چې دهغو افراطیانو خلاف به سخت اقدامات وکړی چې دپاکستان اوافغانستان په سرحدی سیمو کې فعال دی. هغه وویل چی دی به دهغوي پر خلاف د قوت استعمال ته ادامه ورکړی او همدا اوس هم ښې نتېجی راښکاره شویدی.

دهغه دا وینا په داسی وخت کې کېږي چې تردې وروسته به پارلمان ېوه اونی د پاکستان اوامریکا پراړېکو بحث وکړي. زرداری وویل دی توقع لری چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړېکی به انکشاف وکړي.

د پاکستان پارلمان غواړي په نژدې اونۍ کې د امریکا سره په اړیکو لرلو کې نوي شرطونه اعلان کړي. له هغې پیښې نه وروسته چې د ناټو ځواکونو له لورې څلورویشت پاکستاني عسکر ووژل شول، نېږدې پنځه میاشتې تېرېږی او د دواړو هیوادونو اړیکې تر وروستۍ کچې پورې خرابی شوی دي.

یو جگپوړي سیاسي مخالف سیاستوال د رویترز اژانس ته نن وویل په شرطونو کې د هغې لارې بیا پرانستل هم شامل دي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو ته پرې اکمالات رسول کیږي، خو ځینی نوې غوښتنی او بندیزونه هم پکې شامل کړل شويدي.

دا لاره د تیر نومبر میاشتی د شپږویشتم راهیسې بنده ده. پاکستان په خپل څلور شپیته کلن تاریخ کې تر نیمايی زیات مستقیماً د پوځ له لورې اداره شویدی او په مجموع کی د بهرنۍ او امنیتي پالیسیو په برخه کې تر ډیره بریده په غیر مستقیم ډول کنترول شوی او اوس د امریکا سره هم په خبرو کې اردو مشري کوي.

XS
SM
MD
LG