د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانی جمهور رئیس توقیف شو


د اداري فساد ضد ادارې د پاکستان پخواني جمهور رئیس اصف علي زرداري د غیر قانوني پیسو د سپینولو د څو میلیون ډالرو په یوه دوسیه کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

ښاغلي زرداري چې اوس د پاکستان د پارلمان غړی دی پدې تورن شوی چې د خپلو جعلي بانکي حسابونو له لارې په میلیونو ډالر په بهرنیو بانکونو کې پانگه کړي دي.

د پاکستان د وژل شوې صدراعظمې بینظیر بوتو میړه اصف علي زرداري دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر هغه باندې لگیدلي تورونه سیاسي جنبه لري.

د پاکستان د فساد سره د مبارزې اداره ښاغلی زرداري څو ساعته وروسته له هغې په اسلام آباد کې ونیو چې د هغه هیواد عالي محکمې د هغه د ضمانت د نوي کولو موده رد کړه.

د زرداري خور فریال تالپور، هم پدې قضیه کې تورنه شوې ده، خو تر اوسه پدې هکله چې ونیول شي او که نه، رپوټونه نشته.

ښاغلی زرداري د پاکستان د خلکو د گوند (پیپلز پارټي) مشر هم دی چې اوسمهال په سند ایالت کې واکمن گوند دی.

XS
SM
MD
LG