د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د استخباراتو یو جګپوړی افسر وژل شوی- مقامات


د پاکستان امنیتي چارواکو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري لومړۍ) وویل چې د اورپکو‌ په یو برید کې یې د استخباراتو یو جګپوړی غړی وژل شوی دی.

دغو چارواکو زیاته کړې د مصطفي بورکي په نامه د استخباراتو دغه چارواکی او د هغه چلونکی هغه مهال په خیبرپښتونخوا کې ووژل شول چې موټر یې د مشکوکو اورپکو له کمین سره مخ شو.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي مصطفي بورکي په وروستیو کلونو کې د پاکستاني طالبانو په وړاندې په عملیاتو کې ډیر ښکیل و.

تر اوسه هیڅ کومې د پاکستان د هغه د وژل کیدو مسولیت پر غاړه ندی اخیستی.

دا د جنوري میاشتې راپدیخوا د پاکستان د استخباراتو پر افسرانو دویم لوی برید دی.

پاکستاني طالبانو په جنوري میاشت کې د یاد هیواد په پنجاب ایالت کې د استخباراتو یو بل جګپوړی افسر او د هغه همکار ووژل.

بورکي او د استخباراتو بل افسر چې په جنوري کې ووژل شو، دواړه د اورپکو په اړه د معلوماتو په راټولولو او د هغوی پر وړاندې د عملیاتو په رهبرۍکې خورا مشهور وو.

بلخوا د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۱ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې په یوې نښته کې درې پولیس او درې اورپکي وژل شوي دي.

که څه هم په اعلامیه کې د وژل شویو اورپکو په اړه ډیر جزیات ندي ورکړل شوي خو معمولا پاکستاني طالبان د پاکستان په بیلابیلو برخو کې د یاد هیواد پر پوځیانو بریدونه کوي.

د پاکستاني طالبانو ډله يا ټي ټي پي که څه هم له افغان طالبانو جلا ده خو دواړه ښې اړیکې او ډیر مشترک ارمانونه لري.

افغان طالبانو تیر کال د پاکستاني طالبانو او د اسلام اباد ترمنځ اروبند ټینګ کړ خو ټي ټي پي وروسته د پاکستان له حکومت سره اوربند مات کړ او د یاد هیواد په مختلفو برخو کې یې پر پاکستاني‌ پوځیانو خونړي بریدونه پیل کړي دي.

ددې خبر په جوړیدو کې د اسوشیټد پرس خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG