د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د زرداري او اڅکزي ترمنځ د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ټاکنې کیږي


عکس: اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزی
عکس: اصف علي زرداري او محمود خان اڅکزی

ټاکل شوې چې نن د شنبې په ورځ مارچ نهم (کب ۱۹) به د پاکستان د نوي جمهور رئیس د ټاکلو لپاره ددغه هیواد د مرکزي پارلمان، سنا مجلس او ایالتي اسامبلو استازي خپلې رایې وکاروي.

د جمهوري ریاست د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره اصف علي زرداري د پاکستان د خلکو د ګوند "پیپلز ګوند" او ددغه ګوند د ائتلافي ګوندونو له خوا او محمود خان اڅکزی د سني اتحاد کونسل له خوا چې د تحريک انصاف ګوند ملاتړ هم لري سره سیالي کوي.

محمود خان اڅکزي د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ته په یو لیک کې د مرکزي پارلمان او ایالتي اسامبلیو پر تشو څوکیو د ټاکنو پورې د نهم مارچ د جمهوري ریاست د ټاکنو د ځنډیدو غوښتنه کړې ده.

محمود خان اڅکزي د ټاکنو د کمیسیون رئیس سکندر سلطان راجه ته په دې لیک کې لیکلي چې د مرکزي پارلمان او ایالتي اسامبلیو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ لاهم تشې دي او که په نهم مارچ د جمهوري ریاست ټاکنې کیږي، نو دا په ځانګړو شویو څوکو د ټاکل کیدونکو غړو د اساسي قانوني حقونو څخه ‏سرغړونه ده. ‏

محمود خان اڅکزي ویلي چې، سني اتحاد کونسل په دغه اړه د پېښورعالي محکمې څخه هم د ټاکنو د ځنډیدو غوښتنه کړې ده.

خو د پاکستان د خلکو د ګوند "پیپلز ګوند" د سند ایالتي مشر نثار کهوړو ويلي، چې د محمود خان اڅکزي د ټاکنو د ځنډیدوغوښتنه سمه نه ده.‏

د پاکستان سیمه ییزو رسنیو د ټاکنو د کمیسیون له قوله ويلي چې د جمهوري ریاست ټاکنې به په ټاکلې نېټه د شنبې په ورځ ترسره شي.‏

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د مارچ په څلورمه سني اتحاد کونسل ته د ښځو او لږکيو د ځانګړو شویو څوکو د ورکولو غوښتنه رد کړی وه او د مارچ په پنځمه یې دا څوکۍ په نورو ګوندونو ویشلي دي.

خو سني اتحاد کونسل ددغې پرېکړې په خلاف د لاهور په عالي محکمه کې عریضه کړې ده.‏

د جمعې په ورځ په مرکزي پارلمان کې په ځانګړو شویو څوکو منتخب شویو غړو لوړه وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر عمر ايوب ‏ویلي، چې په مرکزي پارلمان کې د سوګند پورته کول غیرقانوني وو چې د هغه له نظره هیڅ ارزښت نه لري.‏

د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره دا ټاکنې د پاکستان د ۱۴ جمهور رئیس د ټاکلو لپاره ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG