د لاس رسي وړ اتصالات

غني او شریف سباته په پاریس کې سره خبرې کوي


جمهوررئیس غني او صدراعظم شریف ترمنځ دا کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې لا هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې سمې نه دي
جمهوررئیس غني او صدراعظم شریف ترمنځ دا کتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې لا هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې سمې نه دي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا او کویټې یو شمیر سیاستمدرانو چې په کابل کې یې د جمهوررئیس محمد اشرف غني سره کتلي، وایي چې جمهوررئیس غني په پاریس کې د پاکستان د صدراعظم سره د کتنې په باب د دوی وړاندیز منلی او ټاکل شوې چې دا دواړه مشران د دوشنبې په ورځ سره لیده کاته وکړي.

د پاکستان د خلکو د وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو د یکشنبې په ورځ د کابل نه اسلام اباد ته د ستنیدلووروسته امریکا غږ ته وویل چې د پاکستاني پښتنو د سیاسي مشرانو پلاوی چې دی هم په کې وو په دې ډیر خوشاله دی چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د صدراعظم سره د کتنې په باب د دوی غوښتنه ومنله.

ښاغلي شیرپاو وویل" مونږ ډیر خوشاله یو چې جمهور رئیس غني زمونږ جرګه ومنله، او هغه زمونږ په غوښتنه باندې د صدراعظم نوازشریف سره کتنې ته رضایت څرګند کړ".

د پاکستان د خلکو د وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو وویل جمهوررئیس غني ورته ویلي چې د دوی د دې غوښتنې وړاندې د پاکستان حکومت هم دده څخه په رسمي ډول د دغې کتنې غوښتنه کړې وه.

ښاغلي شیرپاو وویل " په ټپه دریدلی حالت له منځه تللی او پریکړه دا شوې چې په مرحلوي ډول به د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې پرمخ لاړې شي".

د تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا او کویټې څخه تر لسو پورې د پښتنو سیاسي مشرانو د افغان حکومت په بلنه کابل ته سفر کړی وو.

په دغو مشرانو کې محمود خان اڅکزی، اسفندیار ولي خان، افتاب احمدخان شېرپاو، افراسیاب خټک، سکندر شېرپاو، انجینر شکرالله خان، ایاز وزیر، سلیم خان او عثمان کاکړشامل وو.

دا پلاوی د پښتنو د خدای بخښلي یو مشر محمد افضل خان په یاد په یو سیمنار کې د ګډون لپاره کابل ته بلل شوي وو.

د دې پلاوي یو بل غړي سناتور افراسیاب خټګ هم امریکا غږ ته ویلي چې جمهوررئیس غني نن ناوخته له کابله پاریس ته ځي او هلته به د دوشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم میا نوازشریف سره وګوري.

افغان حکومت په رسمي ډول تراوسه د پاکستان د صدراعظم او جمهوررئیس محمد اشرف غني سره د دوشنبې د ورځې د ممکنه کتنې په باب څه نه دي ویلي.

د روان کال په دوبي کې د افغان حکومت له خوا د طالبانو دپخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر د اعلان وروسته د پاکستان په منځګړیتوب د سولې خبرې په ټپه ودریدلې او افغان حکومت په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې د پاکستان په نیت باندې شکونه څرګند کړل.

د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو باندې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو دبریدونو په زیاتیدو د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لا سړې شوې.

د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د دې کتنې بندوبست په داسې حال کې شوی چې د امریکا او برتانیا د چارواکو په ګډون ډیرو نړیوالو مشرانو د سولې د خبرو د بیا پیالیدو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني چارواکي وایي چې ټاکل شوې په نږدې راتلوونکي کې به د افغانستان، پاکستان او د برتانیا مشران هم په یوه ګډه درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د سولې په مسلو سره خبرې وکړي.

تراوسه لا ددغې درې اړخیزې غونډې لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG