د لاس رسي وړ اتصالات

دوه پاکستاني "لمري وروڼه"


شعیب او رشید دوه پاکستاني وروڼه چې د ورځې روغ رمټ او د شپې فلج کیږي

شعیب او رشید دوه پاکستاني وروڼه چې د ورځې روغ رمټ او د شپې فلج کیږي

دا دوه پاکستاني وروڼه چې یو یې ۹ کلن او بل یې ۱۳ دی د ورځې په اوږدو کې د خپلو نورو همزولو په څیر فعال او په عادي توگه ژوند کوي، خو همدا چې لمر ښکته شي هغوی گوزڼ نیسي او فلج کیږي.

د پاکستان د طبي علومو د انستیتوت د طب د پوهنځي استاد جاوید اکرم، وایي ددې ماشومانو د ناروغۍ د تشخیص لپاره آزموینې روانې دي خو تر اوسه یې لامولونه نه دي څرگند شوي. ښاغلی اکرم وایي چې داسې یوه پیښه تر اوسه په نړۍ کې نه ده لیدل شوې.

ښاغلي اکرم د ۲۷ پاکستاني او ١٣ نړیوالو متخصصینو سره ددې ماشومانو پر روغتیایي دوسیې کار کوي. هغه وایي هیله من دی چې ددغه ماشومانو درملنه وکړای شي خو لومړی باید د هغوی ناروغي تشخیص کړای شي.

د پاکستان د طبي علومو د انستیتوت ددې ماشومانو د وینو نمونې د امریکا د متحده ایالاتو د کلینک میو، او جان هاپکنز، او د لندن د گایز روغتون په گډون د نړۍ مختلفو روعتونونو ته استولي دي او تر اوسه پرې په سلگونو لابراتواري ازموینې شوی دي.

یوه بله روغتیایي ډله د کویټې د مین کنیي کلي ته چې ددغو ماشومانو د اوسیدنې ځای دی تللې ده چې د هغه ځای د خاورو او اوبو نمونې واخلي.

ددغو ماشومانو پلار محمد هاشم وایي چې د خپلې میرمنې سره د وینې ارتباط لري او د شپږو اولادونو څخه یې تر اوسه دوه تنه په کوچنیتوب کې مړه شوي دي.

هغه په ډیره ساده توگه وایي "زما ځامن د لمر نه انرژي اخلي". هاشم د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې شعیب او عبدل له وړکتوب څخه دغه ستونزه درلودله.

خو ډاکترانو دغه فرضیه رد کړې چې لمر گواکې د هغوی په حرکت کې رول لوبوي، او زیاتوي چې دغه هلکان د ورځې له خوا گرځیدای شي حتا که په تیاره خونو کې هم وي او یا که آسمان وریځ او هوا باراني وي.

١٣ کلن شعیب احمد وایي غواړي ښوونکی شي او نهه کلن ورور یې عبدالرشید وایي غواړي د اسلامي علومو عالم شي.

رپوټ: AP

ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG