د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو مشر د ډرون په برید کې وژل شوی


حکیم اللہ محسود
حکیم اللہ محسود
د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود نن د جمعې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. دغه خبر څو پاکستاني امنیتي سرچینو د ریوټرز خبري آژانس ته تایید کړی دی.

د حکیم الله محسود چې ویل کېدل تر ۳۰ کلنۍ یې زیات عمر درلودی د وژل کېدو خبر څو ځله پخوا هم ورکړل شوی وو، خو وروسته دغه رپوټونه بې بنسټه ثابت شول

د جمعې په ورځ د محسود د وژل کېدو خبر د پاکستان څو استخباراتي او پوځي سرچینو تائید کړی او وايي چې نوموړی د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د محسود ډله د افغان طالبانو څخه جلا ده خو له افغاني طالبانو سره اړیکې لري او د هغه ډله په افغانستان کې دننه په جگړې کې ښکېله بلل کېده.

د محسود وژل کېده د پاکستاني طالبانو دپاره غټه ضربه ده

محسود په کال ۲۰۰۹ کې د پاکستاني طالبانو مشري وروسته له هغه نه په غاړه واخیسته چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستاني طالبانو پخوانی مشر بیت الله محسود چې د حکیم الله محسود لارښود و، ووژل شو.

د حکیم الله محسود د وژل کېدو خبر څو پاکستاني چارواکو د امریکا غږ ډیوه راډیو ته هم ورکړی. او وايي چې له محسود سره په برید کې د هغه تره، ډریور، او ساتونکی هم وژل شوي دي. په برید کې د لږ تر لږه ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. تر اوسه پوري د پاکستان د حکومت یا طالبانو له خوا کومه بیانه نه ده خپره شوې.

امریکا د محسود د نیولو پر سر ۵ میلیونه ډالره انعام وروسته له هغه نه کښېښودی چې هغه د اوردني ځانمرګي برید کونکي سره چې په افغانستان کې یې په کال ۲۰۰۹ کې د سي آی ای ۷ کارکونکي ووژل په یوې ویډیو کې راښکاره شو.

امریکا پر محسود باندي تور لګوی چې هغه په یادشوي برید کې لاس درلودی. د محسود وژل کېده پاکستاني طالبانو ته یوه بله غټه ضربه ده. د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې چې د می په میاشت کې وشو د هغه مرستیال ووژل شو او بل مرستیال یې تیره میاشت په افغانستان کې ونیول شو.
XS
SM
MD
LG