د لاس رسي وړ اتصالات

اعتزاز حسن ځان قرباني کړ خو په سلګونو نور یې وژغورل


په پاکستان کي یوه ١٥ کلن هلک له دې کبله د قهرمانۍ لقب ګټلی دی چي په دې اونۍ کي یې د یوه ځانمرګه بم چونکي د حملې د مخنیوي لپاره چي دده په ښوونځي باندي یې کوله، خپل ژوند قربان کړ.

اعتزاز حسن د پاکستان د پښتونخوا د ولایت د هنګو په ګوښه کلي کي د تیري دوشنبې په ورځ ووژل شو.

محلي پولیسو وویل چي هغه د ښوونځي د نهم ټولګي زده کونکی و او حمله کونکی یې ولید چي د یوه بس موټر نه را کښته شو او د ښوونځي د دروازې په خوا روان شو. حمله کونکي د ښوونځي جامې اغوستي وې، خو شکمن ښکاره کېدی او دا هغه وخت و چي اعتزاز کوښښ وکړ چې هغه ودروي چې په دې وخت کي ځانمرګه خپل بم ته انفجار وکړ.

د اعتزاز مشر ورور مجتبی د امریکا غږ ډیوې خپروني ته وویل چي د ده د ورور تنکي ځوان مرګ د هغه مور وژړوله، خو٥٠٠ نوري میندي یې د ژړا نه وژغورلې. هغه هغو زده کونکو ته اشاره کوله چي په دې وخت کي په ښوونځي کي وو.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د اعتزاز حسن د دغه عمل د ستایلو په ترڅ کې وویل چې تروریزم د افغانستان او پاکستان خلکو ته ګډ ګواښ دی چې تر ټولو ډیر قربانیان یې د ډیورند دکرښې د دواړو غاړو اوسیدونکي دي.

د افغانستان ولسمشر په سیمه کې رامنځته شوې ترهګري او تاوتریخوالی د جهل او وروسته پاتې والي په تورو تیارو کې د خلکو د راګیرولو وسیله وبلله او د هغه سره مقابله او مبارزه یې د افغانستان او پاکستان د خلکو او حکومتونو دیني او انساني دنده وګڼله.
XS
SM
MD
LG