د لاس رسي وړ اتصالات

سیلاب ځپلي پاکستانیان وايي د څښاک او کروندې لپاره اوبه نلري


د پاکستان په سیهون کې د سیلاب له امله د بېځایه شویو کمپ
د پاکستان په سیهون کې د سیلاب له امله د بېځایه شویو کمپ

د پاکستان د سند ایالت هغه اوسېدونکي چې د تېر کال په سیلابونو کې ځپل شوي، اوس وايي د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د سند ایالت د کراچۍ ښار په ۳۵۰ کیلومترۍ کې د جوهي زراعتي سیمه د تېر کال په سیلابونو کې د پاکستان د نورو برخو په پرتله ډېره ځپل شوې ده.

ددې سیمې لارې او سړکونه ډیر وخت تر اوبو لاندې وو او اوسیدونکو یې په کښتیو کې تګ راتګ کاوه. خو اوس دا خلک وايي چې د څښاک او کروندې دپاره اوبه نلري.

تیر کال په پاکستان کې داسې درانده موسمي بارانونه وشول چې خلکو "له اسمان څخه سیلاب" وباله. د دغو بارانونو په پایله کې ویجاړوونکو سیلابونو د پاکستان لویه برخه وځپله، ۳۳ میلیون خلک یې اغېزمن کړل او نږدې اته میلیون وګړي یې بې ځایه کړل.

په سند کې کرنه په عمده توګه د اوبو لګولو په کانالونو ولاړه ده، چې لا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده رغول شوې. د سیلابونو له امله د پنبې او وریجو حاصلاتو له لاسه ورکولو وروسته، کروندګر اندیښمن دي چې د اوبو نشتوالی به د دوی د غنمو حاصلات کم او د پورونو بوج زیات کړي.

د طالب حسین په نوم یوه کروندګر امریکا غږ ته وویل چې دلته ټول کروندګر په ژورو پورونو کې ډوب دي. هغه زیاته کړه: "هیڅوک نشي کولی بیرته خپل پخواني مالي حالت ته ستون شي. لومړی په اوبو کې ډوب وو، اوس په تنده کې. زما پور زما د ځمکې په ارزښت دی."

شاوخوا دوې میاشتې د سیلاب ځپلو په کمپونو کې تر اوسیدلو وروسته، زیاتره کورنۍ بیرته خپلو کلیو ته ستانه شوې، مګر ژوند یې له عادي حالت څخه لیرې دی. ډیرې کورنۍ چې د کورونو ودانۍ یې په سیلابونو کې ویجاړې شوي، لا تر اوسه په خیمو کې ژوند کوي.

فاطمه د همدې سیمې یوه اوسېدونکې ده. هغه وايي: "مونږ هر څه درلودل، د هرچا لپاره خونه او تشنابونه. اوبو هرڅه له مینځه یوړل. اوس یوازې خیمې لرو."

مګر دا ټولنه لاس په سر نه ده. د جوهي په ښار کې، د سیمه ییزې نادولتي ټولنې "سجاګ سنسار" رضاکاران د عامه پوهاوي لپاره د ښې روغتیا په نوم ډرامې لپاره تمرین کوي. یوې بلې نادولتي موسسې چې د نوم معنی یې "نړۍ راویښه شه" ده، د ښځو او نجونو دپاره په سلګونو تشنابونه جوړ کړي دي.

د یادې موسسې کارکوونکی معشوق برهماني وايي د تشنابونو پرته نجونې ښوونځیو ته نه شي تللای ځکه یې دا اړتیا په نظر کې ونیوله. هغه وویل: "مونږ په ۲۰ ښوونځیو کې تشنابونه جوړ کړي دي. ګټه یې دا ده چې هغه نجونې چې پخوا ښوونځیو ته نه تللې اوس په خوښۍ سره ځي."

د نړیوال بانک په مشرۍ د یوې څیړنې له مخې، د پاکستان حکومت د مرستندویو ټولنو په مرسته د سیلاب ځپلو لپاره په ملیونونو ډالر لګولي دي، خو د نغدو پیسو له کمښت سره مخامخ پاکستان د بیارغونې لپاره ۱۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د جنوري په میاشت کې د بسپنه ورکوونکو په کنفرانس کې، له پاکستان سره د نږد ۱۰ میلیارد ډالرو ژمنې شوي دي، مګر ددې پیسو ډیره برخه به په راتلونکو څو کلونو کې د پورونو د پروژو په شکل اسلام اباد ته ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG