د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي په ایران باندې د هر ډول بندیز په لګولو باندې عمل کوي


پاکستان وایي په ایران باندې د هر ډول بندیز په لګولو باندې عمل کوي
پاکستان وایي په ایران باندې د هر ډول بندیز په لګولو باندې عمل کوي

د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي دي چې هیواد به یې په ټولو هغو بندیزونو باندې عمل وکړي چې د امریکا لخوا په ایران باندې لګول کیږي.

ښاغلي ګیلاني پرون د دوشنبې په ورځ د سند په ښار کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان د نړیوالې ټولنې یو غړی دی او ټول هغه بندیزونه مني چې د امریکا لخوا په کوم هیواد تپل کیږي.

د هغه د دغو څرګندونو نه یوازې یوه ورځ وړاندې د امریکا متحده ایالاتو پاکستان ته د هغه پایپ لاین په اړه خبرداری ورکړی ؤ چې د ایران د پارس ګاز د پاکستان د سند او بلوچستان د ایالتونو سره نښلوي.

د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي رچارډ هولبروک اسلام آباد ته د خپل تازه سفر پر وخت د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا کانګریس د نوو بندیزونو په یوه موافقت لیک باندې کار کوي چې له مخې به دغې پروژې ته تاوان ورسیږي.

د امریکا د نوو بندیزونو له مخې به د بیمې، تیلو او د کښتیو په هغو کمپنیو باندې بندیز ولګول شي چې د ایران د اتومي پروګرام او یا د توغندیو د پروګرام سره اړیکې ولري.

XS
SM
MD
LG