د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو آصف علي زرداري ته بلنه ورکړې چي په شیکاګو کې د ناټو په غونډه کې برخه واخلي


ناتو د پاکستان جمهوررئیس ( آصف علي زرداري ) ته بلنه ورکړې چي په ( شیکاگو ) ددغه اتحاد په غونډه کي برخه واخلي. لدینه یوه ورځ مخکي د هغه هیواد صدراعظم ( یوسف رضا گیلاني ) پیشنهاد وکړ چي افغانستان ته دي د نړۍ والو قواو د عسکرو د پاره د موادو رسولو هغه لاري چي د پاکستان نه تیریږي، خلاصي سي.

د ښاغلي زرداري نطاق وویل چي جمهوررئیس په دې بلني باندي غور کوي. هغه دا بلنه « بې قیدو شرط » بللې او ویلي یې دي چي هغه د موادو رسولو د لارو له پرانیستلو یا له کومي بلي مسالې سره اړه نه لري.

پاکستان تقریبا شپږ میاشتي مخکي د ناتو پر مخ د موادو رسولو لاري وروسته له هغه بندي کړې چي د امریکا په هغي هوایي حملې باندي احتجاج وکړي چي اشتباها ٢۴ پاکستاني عسکر په کي ووژل سول.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني ددوشنبې په ورځ وویل چي دده حکومت د موادو رسولو د لارو د خلاصولو په اړه د امریکا سره په جدي خبرو بوخت دی. هغه د تیري پنجشنبې په ورځ د نظامي او ملکي مشرانو سره په دې اړه د خبرو د یوې غونډي مشري وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقي ( ویکټوریا نولینډ ) په واشنگټن کي خبریالانو ته وویل چي د افغانستان گاونډی هیواد، پاکستان د افغانستان د امنیت په برخه کي مهم نقش لري. هغې دا هم وویل چي امریکایي مامورین د پاکستان سره د هغي معاملې په اړه چي د موادو رسولو لاري دي بیا خلاصي سي پرمختگ کوي . او دې کار ته به تر هغو دوام ورکړي چي کومه نتیجه تر لاسه کړي.

بله هفته به د ناتو د مشرانو په عالي غونډه کي د افغانستان د آینده په اړه د نړۍ والي ټولني په تعهداتو باندي بحثونه وسي. مخکي له دې چي د پاکستان نه د موادو رسولو د لارو د بیا پرانیستلو په هکله خبري وشی، دا نه وه معلومه چي پاکستان به په دې عالي غونډه کي برخه واخلي که نه.

XS
SM
MD
LG