د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ډرون بریدونو سمدستې بندول وغوښتل


د طالبانو مخکنی مشر ملا منصور هم په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو
د طالبانو مخکنی مشر ملا منصور هم په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو

د امریکا د بي پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه د سپینې ماڼۍ له تازه خپاره شوي راپور نه وروسته، په پاکستان کې یو لړ غبرګونونو پارېدلي دي.

د سپینې ماڼۍ په راپور ویل شوي پاکستان هغه هېواد چې امریکا په کې تر ټولو ډېر د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي او اورپکي يې وژلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو تازه بیان کې له امریکا نه غوښتي چې د دغه هېواد په قلمرو کې دې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي.

دغه بیان چې د شنبې په ورځ خپور شوی په کې راغلي "د ډرون بریدونه دې باید سمدستې ودرول شي، ځکه د ا بریدونه د پاکستان د ځکمنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ پر ضد دی."

که څه هم پاکستان وړاندې په وار وار دا ډول غوښتنې کړي دي، خو داسې ښکاري چې امریکا د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د خپلو دښمنانو وژل تر هرڅه مخکې ګڼي.

همدا څو میاشتې مخکې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په برید کې د طالبانو مخکنی مشر ملا اختر محمد منصور وواژه.

له هغه سره د هغه ګاډی چلونکی هم ووژل شو، پاکستان دا برید هم پر خپل قلمرو تېری وباله، خو امریکايي چارواکو وویل چې ملا منصور د امریکايي ځواکونو او افغانانو پر ضد د ترهګرۍ بریدونه تنظیمول.

د امریکا په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د ٢٠٠٩ کال او ٢٠١٥ کلونو د ۶۴ او ١١٦ ترمنځ ملکې کسان د جګړې د باندې بریدونو کې وژل شوي دي.

په راپور کې د اهم راغلي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ٢٣٧٢ تر ٢٥٨١ وسله وال وژل شوي دي دي.

XS
SM
MD
LG