د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په خلاف په پکتیا کې هم ولسي پاڅون پیل شو


په پکتيا ولايت کې خلکو د پاڅون په ترڅ کې له وسله والو طالبانو سره جګړه کړې. د سيمې خلک وايي، چې په دې جګړه کې يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا د ميرزکې ولسوالۍ اوسېدونکو وروسته له هغه د وسله والو طالبانو پر خلاف وسلې ته لاس واچاوه، چې تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر ودانۍ د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ.

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس ښايسته جان احدي وايي، چې په دې پاڅون کې د سيمې اوسېدونکو ته څه زيان ندی رسېدلی، خو زياتوي، چې يو شمېر وسله والو طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

"کله چې د سيمې خلک د سپکو او درنو وسلو غږونه اوري، نو دوی په دې پوه شول، چې پر ولسوالۍ باندې بريد دی او د ولسوالۍ پرسونل ډېر کم زوری و، نو خپلو سپکو وسله ته لاس اچوي او وسله وال طالبان په شا تمبوي".

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس ښايسته جان احدي وايي، وسله والو طالبانو، چې شمېر يې تر پنځوس زيات و، پر ولسوالۍ باندې د بريد په ترڅ کې يو پوليس وژلی او دوه نور ټپيان کړي.

هغه زياتوي، دغې جګړې، چې پوره درې ساعته يې دوام وکړ، په ترڅ کې يې د ولسوالۍ يو شمېر موټر هم تخريب شوي او ودانۍ ته يې پوره زيان اوښتی دی.

ښايسته جان احدي وايي، چې د سيمې خلکو له پوليسو سره مرسته نه وای کړې، نو ولسوالي او په ولسوالۍ کې پوليس به ډېر ژر له منځه تللې وای.

د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې د ميرزکې د ولسوالۍ په بريد کې يې تر لسو زيات پوليس وژلي، ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي او دغه راز يې ولسوالۍ ته دروند مالي تاوان هم اړولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د سيمې خلکو د وسله والوطالبانو د فعاليتونو پرضد غونډه کړې، چې په ترڅ کې يې د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره د وسله والو طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي غږ شوی دی.

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس ښايسته جان احدي په دې اړه داسې وايي: "دوی غونډه وکړه او دا پرېکړه يې وکړه، هر هغه څوک، چې د دوی په سيمه کې د خلکو او د دولت پرضد فعاليتونه کوي او يا د خلکو د بيارغونې د پروژو مخنيوی کوي، نو د هغوی پر خلاف به پاڅون کوي".

د يادونې وړ ده، چې په غزني او لغمان ولايتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد د خلکو تر پاڅون وروسته پکتيا درېم ولايت دی، چې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي پر ضد يې خلک پاڅون ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG