د لاس رسي وړ اتصالات

د ځاځي اريوب د ولسوالۍ د برمته شویو کسانو لټون روان دی


د پکتيا چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې وسله والو کسانو د کريکټ په يوه ميدان کې پر لوبغاړو ډزې کړې، دوه وروڼه يې وژلي، درې سړي او دوې ښځې يې ټپيانې کړې دي.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي امريکاغږ ته وويل، دغه پېښه، چې تراوسه يې لامل نه دی څرګند شوی، د پنجشنبې په مازديګر د ځاځي اريوب ولسوالۍ د شګې په کلي کې شوې.

ښاغلي سهي زياته کړه، وسله والو کسانو د سيمې ۲۷ تنه اوسېدونکي، چې زياتره يې ماشومان دي، برمته کړي هم دي او ناڅرګند لوري ته يې بيولي دي. هغه په دې اړه امريکاغږ ته وويل« دغه وروڼه چې یوه ېې په ملي پولیسو کې وظیفه درلوده، د کرکټ لوبه کوله چې وسله والو کسانو ورباندې ډزې وکړې.دواړه وروڼه ېې وژل.په ډزو کې خوا ته کورونو کې دوه ښځې او درې سړیان هم ټپیان شول.

ښاغلي سهي زیاته کړه چې وسله والو کسانو د ډزو نه پس هلته د کرکټ سیالۍ لیدو ته راغلو کسانو نه اووه ویشت کسان هم د ځانه سره یوړل ،چې دوي کې درې استازان او نور شاگردان دي.

په عين حال کې د دې ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل امريکاغږ ته وويل، چې د برمته شويو کسانو په اړه پوليسو خپلې پلټنې پيل کړې، خو زياتوي، چې تراوسه يې لوری نه دی معلوم شوی.

امریکا غږ آشنا راډیو سهار د وخته بیا د ښاغلي عبدالولي سهي سره اړیکه ونیوله او هغه ورته وویل چې د شپې تر وخته دوي لټون وکړو خو د شپې د تیارې له کبله ېې سهار ته وځنډوه او نن به لټون ته بیا ادامه ورکوي.

د پیښې د علت په اړه هم چارواکو لا تر اوسه څه نه دي ویلي او لا تر اوسه د پېښې مسووليت هم چا پرغاړه نه دی اخيستی.

. دې نیزدې ورځو کې د دولت وسله والو مخالفینو د هیواد په مختلفو برخو کې دولتي مامورین،د غیر دولتی موسیسو کسان او عام وگړي او مسافر برمته کړي ،چې د بیلا بیلو سرنوشتونو سره مخ شویدي.

XS
SM
MD
LG